IQNA

پاکستان د ایران ددایمي ملاتړونو او ملګرتیاؤ قدردان دی

17:21 - September 14, 2021
د خبر لمبر: 3484626
تهران ( ایکنا) -د پاکستان ولسمشر عارف علوي د سیمې او د نړۍ په مهمو مسائیلو کښې له اسلام اباده د تهران د دائمي ملاتړ قدرونه وکړه .

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د پاکستان ولسمشر عارف علوي د تحریک انصاف  واکمن ګوند د حکومت د څلورم  کال د پیلیدا په مناسبت پخپلې وینا کښې د دغه هیواد د ولسي او مشرانو جرګې په ګډې غونډې کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت د ترکیې ، د اذربایجان جمهوریت او چین په څنګ کښې د پاکستان وروڼه هیوادونه دي چې تل په سختو شیبو کښې د پاکستان په څنګ کښې ولاړ دي .

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د ایران د ملاتړ په قدرونې سره وویل تحریک انصاف ګوند په تیرو څو کلونو کښې تل د مخ ته پراتو چیلنجونو د حل لپاره د سیمې او د ګاونډیو هیوادونو د مشارکت پرضرورت ټینګار کړی او دغه اصل یې د خپلو خارجي او داخلی سیاستونو په بیانونو کښې ورزیات کړی دی .

د پاکستان ولسمشرډاکټر عارف علوي دغه راز په دوام کښې د افغانستان حالت  د سیمې مخ ته پروت تر ټولو مهم چیلنج وباله او ویې ویل ،نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره مرستې پیل کړي او هغوې په دغو ناهیلي کونکو شرایطو کښې یوازې پرې نه ږدي ځکه چې دغه تاوان به د انساني کړکیچ سبب شي .

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i105642

captcha