IQNA

له امریکا سره د سولې موافقه په افغانستان کې د طالبانو واک ته درسیدا زمینه جوړړونکي وه

17:24 - September 14, 2021
د خبر لمبر: 3484627
تهران (ایکنا)- د واشنګټن او مینځني ختیځ دمطالعاتو د انسټيټیوټ یو کارپيژاندې میرمن شانتي ماریت دسوزا ووئيل په افغانستان کې نړیوالې لاسوهنو په افغانستان کې د فساد د رامینځةکولو او ورڅخه د ملاتړ لپاره زمینه برابره کړه او د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ کې د طالبانو او امریکا دسولې موافقه له افغانستانه د امریکائی عسکرو د وتلو او دطالبانو قدرت ته درسیدا زمینه جوړونکي وه .

 ایکنا خبری آژانس راپور  راکړ ،  په وروستیو شپو ورځو کې د افغانستان د بدلونونو بهیر ښودلې ده چې  په دغه هیواد کې د طالبانو ډلې د ژومنو او تمو په اپوټه   د امنیتی وضعیّت د ښه  کولو ، د امنیت د ټينګولو  هیلې پوره شوي نه دي .

له بل پلوه  له افغانستانه  رارسیدلي  خبرونه او راپورونه داسلامی شریعت  له قوانینو څخه د طالبانو  دافراط پال اخستون په اساس  د میرمنو په باب د پانسۍ او دمتروکو د  وهلو په څير د فیصلو  د اجرا ښودنه  کوي .  دا ټول په داسې حال کې  رامینځةکیږي ،چې  سره له دې چط  طالبانو خپله کابینه معرفي کړې ده ، خو   هیڅ یوه هیواد یا حکومت  تر دې دمه په رسمیّت نه دي پيژندلي .

پروفیسرې شانتي ماریت دسوزا  یو هغه کارپيژاند دی چې  عقیده لري  په افغانستان کې د طالبانو د قدرت تثبیتیدا ډير اوږد پړاؤ دی او دا ډله  دنړیوالې ټولنې له  خوا د په رسمیّت پيژندنې  او داعتماد د جلبولو لپاره  ډير سخت کار په وړاندې لري .

هغې ددې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو ویندوي په خپلو خبرو کې په ټولنیزو مسئلو تمرکز کول خپل لومړنی سیاست بللی ،آیا دا یوازې تظاهر دی  که  په عمل کې به هم داسې وشي ، ووئیل ،نړیواله ټولنه  په افغانستان کې د سولې او ثبات هیله لري . طالبان هم  دنړیوال مشروعیت او  په رسمیّت پيژندنې ته اړتیا لري  او متوجه شوي دي چې په افغانستان کې دقدرت د وارثانو په توګه  د په رسمیّت پيژندنې په درشل کې دي .  د مخکیني حکومت له چارواکو او میمرنو څخه د غچ اخستنې  او وینې بهونې  چارې، ممکنه ده د طالبانو دمنلو لرلید ته  تاوان ورسوي . د طالبانو ډلې د ویندوي څرګندونې  دیوه اصلاح شوي او  معتدل  اورګان په توګه دخپل ځان دمعرفي  کولو په خاطر  دي . په  عین حال کې  د ولایتونو په سویه   د راپورونو په اساس ، دطالبانو وګړو د غیر پوځي  یا عامو خلکو په تیره بیا د میرمنو  په ضد  سخت اقدامات  ترسره کړي ، دوي  ئې وهلي ټکولي دي او  اجباري وادونو ته ئې  مجبوره  کړي دي ،  خو  په عین حال کې د طالبانو   څرګندونې تر یوه حده هیله منونکي دي او  که  دوي پخپلو خبرو او ژمنو عمل وکړي ،نو ممکنه ده  نړیواله ټولنه هم ورته مشروعیت ورکړي او په رسمیّت ئې وپيژندي  که داسې نه وي نو دوي ته به د قدرت ساتل ډير سخت  بلکې ناممکن شي، ځکه ولس  مشکلات لري او دغه درست مشکلات اوستونزې  طالبان په یوازې سره چې  نړیواله ټولنه ورسره مرستې او  ملګرتیا ونه کړي ،نه شي حل کولی .

https://iqna.ir/fa/news/3993918

captcha