IQNA

د سکندریه په کتابتون کې دقرآن کریم ترټولو پخوانی خطي تفسیرساتل کیږي

16:09 - September 15, 2021
د خبر لمبر: 3484631
تهران(ایکنا)- دمصر د سکندریه پوهنتون په میوزیم کې دقرآن کریم دتفسیر یوه هغه تر ټولو پخوانۍ نسخه ساتل کیږي، چې د نړۍ د ډيرو هیوادونو ډيرو مشرانو ته ښودل شوې ده .

ایکناخبری آژانس د الیوم السابع له قوله راپور راکړ، د ؛البُستي ؛  په نامې سره دقرآڼ خطی نسخه  د مصر په سکندریه  کتابتون کې  ترټولو پخوانۍ خطي نسخه ده  او په نړۍ کې دعربۍ تر ټولو پخوانۍ نسخه  حسابیږي . دغه نسخه  د قرآن کریم د هغه تفسیر برخه ده چې په البستي مشهور  د ابواسحاق بن ابراهیم په وسیله لیکل شوې ده .

ددغې نسختې مخینه  ۸۷۸میلادي کال ته  ورګرځي . دغه خطي نسخه  دم ګړۍ په یوه آزمیښت ځاي کې دمرمت کونې په حال کې ده .

دقرآن کریم دغه خطي نسخه له حدیث شریف سره ده ، لیکوال په خپل تفسیر ې  له یوه خاص  کړچار څخه پیروي  چې  دا  نه بدلوي ، یعني  دیوه آیت یوه برخه ذکر کوي او وروسته  هغه حدیث چې  دغه آیت تفسروي ،  بیانوي  او همداراز   هغه روایتونه اوقولونه چې  دټکو په پوهیدا کې مرسته کوي، هم ئې راوړي دي . دغه خطي نسخه  یو هغه  ترټولو مهم سند دی چېدعربی کتابت  پرمختګ شرح  کوي .  

په سکندریه کتابتونو کې د میوزیمونو د نمایش د برخې مشر نادیه الصریف وائي ، د خطي نسخو میوزیم  په سکندریه کتابتون کې یوه تر ټولو مهمه دایمي موزه ده .  ددغې موزې یا میوزیم  اهمیّت د هغو خطي نسخو او کتابونو  په دلیل  دی، چې مخینه ئې  تر زرو کلونو وروسته ته ورګرځي ، ځکه  په میوزیم کې  دغه شان یو سل شل  پخواني کتابونه اوخطي نسخې  ساتل کیږي .  

 د نړۍ  دهیوادونو ډیرو مشرانو  ددغه میوزیم  لروغوني او تاریخي  اهمیّت ته په پام سره  ورڅخه لیده کاته کړي دي .  

https://iqna.ir/fa/news/3997642

captcha