
ایکناخبری آژانس د الیوم السابع له قوله راپور راکړ، د ؛البُستي ؛ په نامې سره دقرآڼ خطی نسخه د مصر په سکندریه کتابتون کې ترټولو پخوانۍ خطي نسخه ده او په نړۍ کې دعربۍ تر ټولو پخوانۍ نسخه حسابیږي . دغه نسخه د قرآن کریم د هغه تفسیر برخه ده چې په البستي مشهور د ابواسحاق بن ابراهیم په وسیله لیکل شوې ده .
ددغې نسختې مخینه ۸۷۸میلادي کال ته ورګرځي . دغه خطي نسخه دم ګړۍ په یوه آزمیښت ځاي کې دمرمت کونې په حال کې ده .
دقرآن کریم دغه خطي نسخه له حدیث شریف سره ده ، لیکوال په خپل تفسیر ې له یوه خاص کړچار څخه پیروي چې دا نه بدلوي ، یعني دیوه آیت یوه برخه ذکر کوي او وروسته هغه حدیث چې دغه آیت تفسروي ، بیانوي او همداراز هغه روایتونه اوقولونه چې دټکو په پوهیدا کې مرسته کوي، هم ئې راوړي دي . دغه خطي نسخه یو هغه ترټولو مهم سند دی چېدعربی کتابت پرمختګ شرح کوي .
په سکندریه کتابتونو کې د میوزیمونو د نمایش د برخې مشر نادیه الصریف وائي ، د خطي نسخو میوزیم په سکندریه کتابتون کې یوه تر ټولو مهمه دایمي موزه ده . ددغې موزې یا میوزیم اهمیّت د هغو خطي نسخو او کتابونو په دلیل دی، چې مخینه ئې تر زرو کلونو وروسته ته ورګرځي ، ځکه په میوزیم کې دغه شان یو سل شل پخواني کتابونه اوخطي نسخې ساتل کیږي .
د نړۍ دهیوادونو ډیرو مشرانو ددغه میوزیم لروغوني او تاریخي اهمیّت ته په پام سره ورڅخه لیده کاته کړي دي .