IQNA

په امریکا کې یوه سترمنه میرمن د پارکور لوبو اتله شوه

16:30 - September 15, 2021
د خبر لمبر: 3484632
تهران(ایکنا) – په امریکا یوه عرب توکمه سترمنه جینۍ توانیدلې ده ، له اسلامی پوښښ او حجاب سره سره ، په دغه هیواد کې د پارکور لوبو اتله شي .

 ایکناخبری آژآنس  دزادالاردن له قوله راپور راکړ ، د امریکا یوه عرب توکمه پيغله  ساره مدلل چې د امریکا په کلیفورنیا ایالت  کې واقع په لاس انجلس ښار کې  ژوند کوي ، او پآرکور لوبې ته ئې  مخه کړې ده ، په دغو لوبو کې ئې اتلوالي خپله کړه .

ستر یا حجاب  او پوښښ نه دی توانیدلی  دهغې د ساعت تیریو او خوبونو خنډ شي او  هغه په امریکا کې د پارکور لوبو یوه  اتله شوې ده  او  په دغې  لوبې کې ئې  دخپلو تمرینونو په پیلولو سره کلیشې یا Stereotypes   ماتې کړي دي .

 میرمن مدلل  په  خپلو رسندوئي خبرو کې ټينګار کړی دی چې  دغه سپورټ ته په دوام ورکولو سره هیله منه ده چې  نوره  سترمنې میرمنې هم  دغه سپورټ ته  چې معمولا  د سړیو لپاره  مناسب بلل کیږي ووهڅوي .  سارا مدلل  له پاروکو لوبو سره  خپله ګروهنه ،  له ماشوموالي کشف کړې چې  په مختلفو ځایونو او شیانو سره ئې له ټوپونو وهلو سره  دلچسپی درلود ه  . هغې له دغې لوبې سره وده وکړه تر دې چې  په پيغلتوب  کې ئې فیصله وکړه ، د خپل ځان لپاره پارکور لوبه  خوښه کړي .

دغه باحجابه امریکائۍ  پيغلې  له سی این این ټيلیویژڼی چینل سره هم په خبرو کې  په دې زمینې کې  په دغه ورزش کې  دخپلو تمرینونو  د پیلولو په زمینې کې وئیلی دي ، زه د حجاب په پوښښ سره  پیل کړی  او په همدې  حجاب سره  مو خپل مشقونه ترسره کول . زه له دغه سپورټ سره ډيره مینه لرم او حتی لیواله یم چې  نوره میرمنې او جینۍ  هم ددغه ورزش تمرین ته  وهڅوم .  
   پارکور سپورټي څانګه  له نورو سپورتي برخو سره  ډيرتوپير لرونکي او حیرانونکي لوبه د ه او  په ټوپونو وهلو او په لارو کې په منډو وهلو سره  ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/3997555

captcha