IQNA

له امریکاسره په تیروشلو کلونو کې ملتیا او ملګرتیاد پاکستان په تاوان تمامه شوه

20:56 - September 16, 2021
د خبر لمبر: 3484640
تهران (ایکنا) - د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل پاکستان د امریکا د متحد په توګه په ځلونو د بې پیلوټه الوتکو له حملو سره مخ شوی او له دې سره په یووخت په افغانستان کښې مشارکت د اسلام اباد په تاوان سر ته ورسید

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ تهران د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې له امریکا سره د خپل هیواد اړیکې ویرونکي او له غمیزې ډکې وبللې او ویې ویل پاکستان د امریکا د متحد په توګه په ځلونو د بې پیلوټه الوتکو له حملو سره مخ شوی او له دې سره په یووخت په افغانستان کښې مشارکت د اسلام اباد په تاوان سر ته ورسید .

د یو اړخیزه ګټو د ترلاسه کولو لپاره له اسلام اباد سره د واشنګټن د سلوک او چلند په ډولوالي باندې د سختې نیوکې او په افغانستان  کښې د امریکا د کړچار په هکله د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت خارجه وزیر انتوني بلینکن څو ورځې مخکې ویلي وو چې امریکا به له پاکستان سره خپلې اړیکې له سره وجاجوي .

انتوني بلینکن د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د بهرنیو چارو د کمیټۍ په غونډې کښې د اینټرنیټ له لارې په ګډون کولو سره وویل پاکستان په افغانستان کښې زیاتې ګټې لري کوم چې د امریکا له ګټو سره په تضاد کښې دي داسې موضوع چې یوځل بیا د دواړو زاړو متحدانو ترمینځ د بې اعتمادۍ  سخته فضا نوره هم پسې پیاوړي کوي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران پرون په اسلام اباد کښې د امریکا له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د واشنګټن د خارجه وزیر انتوني بلینک څرګندونو ته په غبرګون کښې دغه خبرې  د هغه د جهالت انعکاسونکي وبللې او زیاته یې کړه ما هیڅکله دغه څرګندونې چې د ناپوهۍ او د جهل له کبله دي نه دي اوریدلي .

عمران خان ټروریسټانو ته د امن پناه ځایونو د جوړولو او ترهګرو ته د پناه د ورکولو په هکله د پاکستان پرضد د امریکا تورونه رد کړل او ویې ویل اسلام اباد له افغانستان سره په سرحدونو کښې د امریکا د بې پایلوټه الوتکو په وسیله تر ټولو سختې څارنې کوي او زه ډاډمن یم چې امریکا پوهیږي چې د ترهګرو لپاره امن پناه ځایونه شته او که نه .

عمران خان وویل پاکستان هغه وخت چې د امریکا متحد ګڼل کیده څلور سوه اتیا (۴۸۰) ځله د امریکا د بې پایلوټه الوتکو له حملو سره مخ شو او په پاکستان کښې اتیازره (۸۰۰۰۰) ملکي وګړي او پوځیان هم په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د شتون او پاکستان ته د ترهګرۍ د لمن پراخیدا په وجه وژل شوي دي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ټینګار وکړ له امریکا سره د ویرونکو اړیکو زغمل د پاکستان لپاره غمیزه رامینځته کونکي دي خو له دې سره سره اسلام اباد له واشنګټن سره د عادي اړیکو غوښتنه کوي هغه ډول اړیکې چې امریکا یې له هندوستان سره لري .

عمران خان له افغانستانه د امریکا د پوځيانو د ایستلو په څرنګوالي باندې نیوکې سره وویل مونږ په ځلونو د امریکا چارواکو ته خبرداری ورکړ چې دوې د پوځي توب له لارې په افغانستان کښې خپلو هدفونو ته نشي رسیدلی خو واشنګټن په دغه هیواد کښې ښکیل شو .

هغه د افغانستان دحالاتو او د طالبانو له موقته حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په هکله وویل د افغانستان حالات سخت اندیښمنونکي دي او ویره شته چې په دغه هیواد کښې ترهګرۍ بیا وده وکړي .

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i105704 

captcha