ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د حضرت بي بي معصومه سلانم الله علیها د پاک حرم دنړیوالو چارو مشر کمال ثریا اردکاني له فارس خبری خبري آژانس سره په خبرو کې ووئيل ، دغې ادارې په انټرنیټي سایټونو او سوشل میډیا کې د اربعین دمعارفو د دودولو په خاطر د ؛حب الحسین ؛ کلیپونو ټولګه په انګریزي ، اردو ،عربی او تائی څلورو ژبو په ژباړلو سره په سوشل میډیا کې خپره کړې ده . .
اردکاني زیاته کړې ، د اربعین د عزادارۍ دستورې په اردو او عربی ژبه په یکشنبې او دوشنبې شپو د بې معصومه سلام ا... علیها په پاک حرم کې ترسره کیږي .
د حضرت بې بی معصومه دپاک حرم د نړیوالو چارو مشر همداراز ووئیل ، په اردو ژبه په دوو پاڼو کې د خپرونې لپاره د اربعین زیارت د فلسفې او فضیلت په موضوع سره او د غه راز په عربی ژبه د اربعین د پياده روئ دیوه ځانګړي کلیب او دغه راز د حضرت امام سجاد علیه السلام دخطبې په موضوع سره په انګریزي ژبې د دوو کلیپونو تولیدول د حسینی اربعین په مناسبت برابرې شوي چې د حسینی اربعین په شپو ورخو کې د کرامت د بي بي دپاک حرم دنړیوالو چارو ځیني فعالیتونه دي .