IQNA

د اسلامی ذبحې دممنوعیت په سر د اروپا حقوقي محکمې ته دبیلجیم مسلمانانوشکایت وکړ

18:03 - October 02, 2021
د خبر لمبر: 3484726
تهران (ایکنا) – دبیلجیم مسلمانانو دحیواناتو دحلالې ذبحې په منع کولوکې ددغه هیواد د چارواکو په فیصلې په غبرګون کې د اروپا دبشری حقوقو محکمې ته شکایت وکړ.

ایکنا خبري آژآنس د عربو ۲۱چینل له قوله راپور راکړ ،په بیلجیم کې مسلمانانو (په اسلامی طریقې سره) د حیواناتو او مرغانو د حلالې ذ بحې  په منع کولو کې ددغه هیواد د چاروکو  په فیصلې پسې  ددغه هیواد ځائی اورګان ته شکایت وکړ .

د بیلجیم د مسلمانانو ټولنو د جمعې په ورځې په دې اړه د اپیل  فیډرل محکمې ته ددغه هیواد د اساسی قانون د محکمې په فیصلې د بیا کتنې اپیل وکړ.

ددغو ټولنو په ګډې اعلامیې کې راغلي دي ،د بیلجیم د مسلمانانو اجرائي دفتر او د بیلجیم د اسلامی اورګانونو غږملونکي شورا،د بیلجیم د ترټولو لوړې قضائي محکمې له خوا د ددغه ممنوعیت په تصویبیدا پسې فیصله وکړه،د فرانسې په سټراسبرګ ښار کې د اروپا د بشري حقوقو عدالت ته  په دغې فیصلې باندې د بیا کتنې اپیل  وکړي .

ددغې اعلامیې په اساس ،د اسلامی ذبحې اوسنی ټکنیکونه، د بریښنا د بې حسه کونې  په ځای  د حیواناتو د ذبحه کونې لپاره دي او په بشپړ ډول  د عمومي روغتیائي له  پروټوکولونو سره سم دي .

 https://iqna.ir/fa/news/4001768

captcha