IQNA

د حضرت محمدمصطفی(ص)درحلت اودامام حسین  مجبتی دشهادت په مناسبت تسلیم ومنئ

13:05 - October 05, 2021
د خبر لمبر: 3484738
تهران (ایکنا) – دصفرې دمیاشتې اته ویشتمه نیټه  د اسلام د ګران پېغمبرحضرت محمد مصطفی ص او د  امامت د آسمان ددوهم ستوري  حضرت امام حسن مجبتی علیه السلام  د شهادت له کلیزي سره سمون خوري.

د اسلام ګران پېغمبر ص خپل تر رحلت مخکې د هجري قمري په یولسم کال کې د نبوی شریعت احکام او اصول په ټینګه بیان کړ او د دین د معارفو او د لارښونې  لپاره ډيرزیار  ویست اوتر رحلت پورې ئې هلې ځلې وکړې .

همداراز  امام حضرت حسن مجبتی ع چي ۳۰ کاله یې د خپل بزرګوار پلار او  او دمومنانود امیر  او داسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص  دجانشین حضرت امام علی علیه السلام تر څنګ تیر کړل او  دخپل عمر له ډیرو ټيټو هسکو  او دبنی امیه ؤ دواکوالانو له ډیروکړاؤنو زغملو پسې د صفرې دمیاشتې په ته ویشتمه نیټه  په ۲۸ په ۴۷ کلنۍ کې د معاویه په دسیسې سره  د خپلې مېرمنې په  لاس  په زهرو سره په شهادت ورسېده.

د اسلامي ایران خلکو  پشمول د نړۍ درست مسلمانان د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص او د امام حسن مجتبی ع د شهادت په ورځ په جوماتونو او امام باړو  اوزیارتونوکې په شتون سره په دې ماسبت ویر او ماتم کوي او وینا وال د اهل بیت علیهم السلام دمینه والو زړونه دهغوي بزرګوارانو دسیرت او ځانګړتیاؤ په بیانولو سره  خړوبوي .

https://iqna.ir/fa/news/4002269/%D8  

captcha