IQNA

16:31 - October 05, 2021
د خبر لمبر: 3484741
تهران (ایکنا) – د ایران او پاکستان لوړپوړو چارواکو په همداوروستیو کې ټينګار کړی، چې دسیمه ایزو اونړیوالو بدلونونو او ترینګلتیاؤپه دغه پړاؤ کې دایران او پاکستان داړیکو پراختیا د ورځې یو لازمي ضرورت دی .

زمونږخبریال راپور راکړ ،د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال علی باقری کني او د پاکستان د خارجه وزیر قایم مقام  سهیل محمود په همداوروستیو کې  په اسلام اباد کې د دواړو ګاونډیو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو د پراختیا په اړه کتنه او خبرې اترې وکړې .

  راپورښئ علی باقری کنی نن په اسلام اباد کې له سهیل محمود سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه د دواړو هیوادونو په اړکیو کې موجود مشکلات او خنډونه لیرې شی .

ټاکل شوی ده باقری کنی اسلام اباد ته په یوه ورځنی سفر کې د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمد قریشی سره کتنه او خبرې اترې وکړي .

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i106502

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: