تهران (ایکنا) – د ایران او پاکستان لوړپوړو چارواکو په همداوروستیو کې ټينګار کړی، چې دسیمه ایزو اونړیوالو بدلونونو او ترینګلتیاؤپه دغه پړاؤ کې دایران او پاکستان داړیکو پراختیا د ورځې یو لازمي ضرورت دی .

زمونږخبریال راپور راکړ ،د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال علی باقری کني او د پاکستان د خارجه وزیر قایم مقام سهیل محمود په همداوروستیو کې په اسلام اباد کې د دواړو ګاونډیو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو د پراختیا په اړه کتنه او خبرې اترې وکړې .
راپورښئ علی باقری کنی نن په اسلام اباد کې له سهیل محمود سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه د دواړو هیوادونو په اړکیو کې موجود مشکلات او خنډونه لیرې شی .
ټاکل شوی ده باقری کنی اسلام اباد ته په یوه ورځنی سفر کې د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمد قریشی سره کتنه او خبرې اترې وکړي .