IQNA

د هندی مسلمانانو د مرستې لپاره دنړۍدعالمانوکنفرانس ترسره کیږي

16:42 - October 12, 2021
د خبر لمبر: 3484784
تهران (ایکنا)-  د مسلمانانو د نړیوالې اتحادئې عمومی منشي  دهندي مسلمانانو دمرستې لپاره د  نړۍ دعالمانو د سیمنار د جوړولو خبر ورکړ،

ایکنا خبری اژانس  راپور ورکړ ،  د مسلمانانو  دعالمانو د نړیوالې ټولنې  عمومی منشي  علی محی الدین  القره داغی ددغې اتحادئې د مسئولانو په نامه په یوه لیک کې دهندي مسلمانانو دملګرتیا او مرستې لپاره  د مسلمانو عالمانو په کیدونکي کنفرانس کې دګډون غوښتنه کړې .

 قره داغي په دغه لیک کې د اتحادئې د مسئولانو  دغړو په ستاینې او قدرونې سره ، لیکلي دي ، تاسو ته بلنه درکوو چې  د مسلمانو عالمان،د هندی مسلمانانو مرستندوي ؛په عنوان سره  په نړیوال کنفرانس  کې  چې  د مسلمانانو د عالمانو د نړیوالې اتحادئې  له خوا  انو د عالمانو د ټولنو په ملګرتیا سره ، د ربیع الاول د میاشتې په اتمه نیټه  دمکې مکرمې  د مازدیګر  دوه بجې  ترسره کیږي ، ګډون وکړ ي .

 هغه په دوام کې  وئیلي ، چې  دغه کنفرانس  داسلامی نړۍ له ګوټ ګوټه  غوره عالمانو په ګډون سره ،  زوم ویډیوئي ویبینار  له لارې ترسره کیږي ،  هیله مند یوو چې په دغه  کنفرانس کې فعال ګډون وکړئ .

https://iqna.ir/fa/news/4004320/

captcha