ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ، د پاکستان یوه دیني عالم او تکړه شناندي حجةالاسلام سید شجاع حسین الحسیني د اسلام دګران پیغمبر د نیکمرغه زوکړې په مناسبت له مونږ سره په خصوصي مرکې کې ووئيل د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) سیرت د درست اسلامی امت بلکې د درست انسانیّت لپاره بیلګه دی او باید د یووالي او وحدت او یوزړتوب لپاره د پيغمبر اکرم هراړخیز شخصیّت او سیرت د ځان لپاره بیلګه وګرځول شي څو په د خپل هویّت او پت په ژغورنې کې بریالي شو . هغه همداراز روښانه کړه ، د وحدت اونۍ په اعلانولو سره د اسلامي انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني دنیا ته وښودله چې اسلامي امت پخپلو کې هیڅ مشکل نه لري او په یووالي او اتحاد سره دغه اسلامی امت دی چې خپل هویّت او د انسانیّت عظمت او لوړتیا د ټولو نندارې ته وړاندې کولی شي .
دوستانو دغه مفصله مرکه ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو .