ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار جنرال محمدباقري او د روسیې دفاع وزیر سرګئ شویګو نن په ماسکو کې سیره لیدلی او د دواړو هیوادونو ترمنیځ ئې ددفاعي او پوځي ملګرتیاؤ دپیاوتیا په ضرورت ټينګار کړی دی .
په راپور کې وئيل شوي دي په دغې ناستې کې دواړو لورو د دواړو هیوادوونو داړیکو سویه په تیره بیا په پوځي ډګر کې دغه مناسبات ښه وارزول او د ملګرتیاؤ په پیاوړتیا ئې ټينګار وکړ.
دغه لیده کاته چې د روسیې له پوځي او دفاعي لوړپوړو چارواکو سره د سردار باقري د لیدوکاتو په دوام کې شوي،دواړو لورو د خپل مینځیو ددلچسپۍ وړ حوزو کې د مناسباتو د سوئې د لوړتیا لپاره خپله ګروهنه اعلان کړې ده .په دغې کتنې کې د ا یران او روسیې د وسلوالو ځواکونو د ملګرتیا په باب په باب دهغه تړون په باب چې ټاکل شوې ده په نزدې راتلونکي کې لاسلیک شی ، خبرې اترې وشوې .
داپه داسې حال کې دي چې سردار باقري او د روسیې د پوځ لوي درستیز والري ګراسیموف پرون لیده کاته سره کړي دي .