IQNA

 د وحدت اونۍ په مناسبت په اسلام اباد کې د خاتم النبیّن دنیکمرغه زوکړې په مناسبت سیمنار ترسره شو .

15:37 - October 23, 2021
د خبر لمبر: 3484840
تهران (ایکنا) – د پاکستان په اسلام اباد ښار کې د  اسلام دګران پیغمبر د نیکمرغه زوکړې  او د وحدت اونۍ په مناسبتد درنښت په سیمنار کې په دغه ښار کې  د  ایران د کلتوري خونې په همت سره   د قرآن کریم د پخوانیو نسخو او اسلامی  خطاطۍ د نندارتون افتتاح هم وشوه .

ایکنا خبری آژانس په اسلام اباد کې د ایران د کلتوري خونې د مسئولانو له قوله راپور راکړ ،د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د نیکمرغه زوکړې د درنښت  په مناسبت  سیمنار پرون د پاکستان د لرغوني میوزیم او ملی مرکز په ملګرتیا سره او د  د پاکستان د  لومړي وزیر د سلاکار او د روغتیائی چارو د پخواني وزیر ظفر مرزا پشمول د پاکستان د یوشمیر  شخصیّتونو  په شتون  او د  د ایران د کلتوري خونې  دسلایار اسحان خزاعي د ځانګړي میلمه په توګه  په شتون سره  په اسلام اباد کې پرانیستل شو .

 احسان غزاعي  په دغه سیمنار کې پخپلې وینا کې  د پیغمبر اکرم  د سیرت دیوې واړې برخې په بیانولو او د وحدت دا ونۍ د ځانګړنې  او اهمیّت په  باب د اسلام د ګران پیغمبر او د هغه بزرګوار له کورنۍ سره د پاسکتان د تکړه  او ملی شاعر علامه محمد اقبال  دمینې او  د مسلمانانو د وحدت د ضرورت په باب د دغه غوره او مشهور شاعر یو څو شعرونه هم وړاندې کړل .   خزاعي ، ددغه نندارتون د ترسره کولو موخه ،  د پغیمبر اکرم  عظمت او احترام، وحدت اونۍ ته خاص توجه ، د پيغمبر اکرم په شان کې د ارادت او مودت دودیدا او د اسلام د ګران پیغمبر او د اسلام د ښکلي انځور وړاندې کول اعلان کړل او ټينګار ئې وکړ ، په دغه نندارتون کې د حضرت رسول اکرم ، دمسلمانانو ترمینځ وحدت او اتحاد  او د پاکستانیو هنرمندانو په خوشخطۍ سره  د علامه اقبال  داردو او فارسۍ ژبو شعرونه  نندارې ته وړاندې شوي دي .

دغه نندارتون به چې د رسندویو له خوا پراخ  خبري پوښښ سره مخ شوی ،  د وحدت د اونۍ په شپو ورځو کې تر درو ورخو پورې  دوام ولري .

وی هدف از برگزاری این نمایشگاه را تکریم پیامبر(ص)، توجه به هفته وحدت، ترویج مودت و ارادت به ساحت پیامبر اعظم (ص) و ارائه تصویری زیبا از اسلام و پیامبر(ص) اعلام و تأکید کرد: در این نمایشگاه ۶۰ اثر هنری خطاطی با موضوع حضرت رسول(ص)، وحدت و اتحاد مسلمین و اشعار فارسی و اردو علامه اقبال با خوشنویسی هنرمندان پاکستانی به نمایش گذاشته شده است.

په دې اړه د انځورونو یو راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

انځور - اسلام اباد -پاکستان - وحدت اونۍ - نیکمرغه زوکړه - پیغمبر اکرم -سیمنار

 https://iqna.ir/fa/news/4007186

captcha