IQNA

16:33 - October 23, 2021
د خبر لمبر: 3484843

پاکستان له ايران سره دتفتان له پوله ايزې لارې دټرانسپورټي اسانتياو غوښتنه وکړه

تهران (ایکنا) -په اوس حال کښې د پاکستان صادرؤنکي مجبور دي چې خپل سامانونه له ايران سره د پولې له لارې پاکستاني ټرکونه خارج کړي او په ايران ټرکونو کښې سامانونه بار کړي.

پاکستان له ايران سره دتفتان له پوله ايزې لارې دټرانسپورټي اسانتياو غوښتنه وکړه

ایکنا خبری اژانس  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ  د پاکستان د سوداګرۍ وزارت  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،له ايران سره د پاکستان د ټرانسپورت په اساننیاو سره به دغه هیواد خپل سامانونه په اسانۍ سره د مرکزي اېشيا هیوادونو، آذربائيجان جمهوريت، عراق او ترکيې ته صادر کړې شي.

په همدې بنياد د د پاکستان د سوداګرۍ د ملي شورا د کمیټۍ په غونډه کښې چې د سوداګرۍ، ټیکسټائل او پانګونې په برخو کښې ددغه هیواد د وزيراعظم صلاحکاران پکښې شامل دي آذربائيجان جمهوريت او د مینځنۍ اېشيا هیوادونو ته د پاکستان سامانونو په صاداراتو کښې د ايران د رول په اهميت تاکيد وکړ.

په اوس حال کښې د پاکستان صادرؤنکي مجبور دي چې خپل سامانونه له ايران سره د پولې له لارې پاکستاني ټرکونه خارج کړي او په ايران ټرکونو کښې سامانونه بار کړي.

پاکستان - ټرانسپورټ - تفتان - پوله ایزه لاره - مرز - صادرونکی  زاهدان - هیواد - ایران - تهران- پيښور 

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i107230

captcha