IQNA

په افغانستان کې لوږه د میلیونونو خلکو ژوند ګواښي

20:17 - October 25, 2021
د خبر لمبر: 3484852
تهران (ایکنا) – د ملګرو د خواړو نړیوالې ادارې لوړپوړي چارواکي  ټينګار کړی،په دغه شان شرائطو کې،خلک  له لوږې او قخطۍ سره  لاس او ګریوان کیږي  او شرائط به لا ترینګلي شي . . 

ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ملګروملتود د خواړو د نړیوالې ټولنې اجرائي مدیر ډيویډ بیسلې د لوږې له امله  د افغانستان د نیمو خلکو په تیره بیا د ماشومانو د مړینې په باب خبرداری ورکړ .

 په راپور کې وئيل شوي دي ، ډیویډ بیسلې وئیلي دي ،د افغانستان له ۳۹میلیونو خلکو څخه   کابو دوویشت میلیون  اته لکه خلک  د خواړو له جدي کمښت سره  مخامخ شوي دي چې دوام به ئې   په دغه هیواد کې  قخطۍ او لوږه عامه  کړي .

    و ئیل کیږي ، دغه شمیر له دې دوه میاشتې مخکې  څوارلس میلیون اعلان شوی  ؤ .

ډيويډ بیسلې ټينګار کړی،په دغه شان شرائطو کې،خلک  له لوږې او قخطۍ سره  لاس او ګریوان کیږي  او شرائط به لا ترینګلي شي . 

 ددغه راپور په اساس،د ملګروملتو د خواړو نړیواله اداره  په میاشت کې  دوه سوه شل میلیون ډالرو ته  اړتیا لري څو د  درویشت میلیون خلکو ته چې د ژمي د رارسیدا په درشل کې به له لازیاتو ترینګلتیاؤ سره  مخ شي ،خوراکي مواد تامین کړي .

 داپه داسې حال کې دي  چې د امریکا پشمول لویدیځي هیوادونه په مختلفو پلمو  سره  د افغانستان  شتمنۍ او پانګې بلوکه کړي دي .

 https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i107334

captcha