تهران(ایکنا) - د ایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نن په یولړ څرګندونو کې وویل د خبرو اترو هدف یوازې خبرې کول نه دي بلکې ملموسه موافقه او متقابلو ګټو ته احترام دی. .

ایکنا خبری اژآنس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پخپلو څرګندونو کې ووئیل، سپینه ماڼۍ له ایران سره د خبروغوښتنه کوي او اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا د چمتووالي ادعا کوي، خو له دې سره په یووخت د ایران د شرکتونو او د کسانو پرضد نوي بایکاټونه لګوي .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې تهران په دقت سره د امریکا د چارواکو کړچار سنجوي ټینګار وکړ څلور(۴) جمع یوه (۱) ډله دې د متقابلو حقوقو او د ګټو د رعایتولو په هکله خبرو اترو ته چمتو ووسي .
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال د مي د میاشتې په اتمه (۸)نیټه په یواړخیزه او غیر قانوني ډل له اټومي تړون ووتله او د زیات دباو سیاست یې په اجنډا کښې شامل کړ .
د امریکا د اوسني ولسمشر د جوبایډن حکومت چارواکو په ځلونو په صراحت سره د ایران پرضد د زیات دباو د سیاست په ماتي اعتراف کړی دی او ویلي یې دي اراده لري امریکا اټومي تړون ته ورستنه کړي خو تراوسه یې له داسې اقداماتو چې دغه موافقې ته د ستنیدا لپاره ضروري وي نه دی ترسره کړی .