IQNA

23:10 - November 05, 2021
د خبر لمبر: 3484909

طالبانود اسلام قلعه او دوغارون موافقو خلاف ورزۍ کړی ده  

تهران (ایکنا)-  د ایران او افغانستان ترمینځ موافقه شوی وه په افغانستان کې ایراني ټرکونه د جمعې په ورځ د اسلام قلعه له لارې ایران ته د ستنیدا امکان ولرلې شی خو مقابل لورې په دې اړه ملګرتیا نه کوي.

طالبانود اسلام قلعه او دوغارون موافقو خلاف ورزۍ کړی ده  

ایکناخبری آژانس دپارس ټو ډې له قوله راپور راکړ ،د ایران د خراسان رضوی د ټرانسپورټ او ټرانزیټ ادارې سرپرست مرتضی مجردی نن په  یولړ خبرو کې ویلی دي د افغانستان اجرایی مسولانو په اسلام قلعه او دوغارون کې د ایرانی ټرکونو د ستنیدا په اړه له ایران سره د وړاندنیو موافقو خلاف ورزۍ کړی ده .

ده زیاته کړه د ایران او افغانستان ترمینځ موافقه شوی وه په افغانستان کې  ایراني ټرکونه د جمعې په ورځ د اسلام قلعه له لارې ایران ته د ستنیدا امکان ولرلې شی خو مقابل لورې په دې اړه ملګرتیا نه کوي.

له بلې خوا راپورونه وایی  په افغانستان کښې د طالبانو حکومت له ایران سره د اړیکو پراختیا غواړي

د افغانستان د هرات والي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

مولوي نوراحمد اسلام جار په انټرنیټ کښې ځینو خپرو شویو مطالبو ته په اشارې سره وویل چې له ایران سره د هر ډول ټرانزټي محدودیت خبرونه دروغ دي او مونږ له ایران سره د اړیکو د پراختیا په لټه کښې یو.

هغه په یوه خبرپاڼه کښې وویل: په افغانستان کښې د طالبانو حکومت غواړي چې د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول له ګاونډي هیوادونو سره ښې سفارت او اقتصادي اړیکې ټینګې او پراخې کړي.

د هرات والي وویل: د ایران او افغانستان ترمینځ د شیانو انتقال د تیرو تعاملاتو مطابق دوام لري.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i107882

captcha