IQNA

د کینیا یو نامتو شیعه عالم شیخ عبداللهی ناصر له نړۍ سترګې پټې کړې

14:26 - January 11, 2022
د خبر لمبر: 3485249
تهران (ایکنا) –د  کینیا یو ستر دینی عالم شیخ عبداللهی ناصر چې په دغه هیواد کې ئې د تشیع په پراختیا کې ډير مهم رول درلودلی ، په ۹۰ کلنۍ کې وفات شو .

ایکناخبری آژانس له کینیا راپورراکړ دکینااقریقائي هیواد د ځاي شیعیانو رهبر  او ستر دینی عالم شیخ عبداللهی ناصر چې په دغه هیواد کې ئې  د تشیع په پراختیا کې غوره رول درلودلی ،د کینیا په مومباسا ښار کې په ‍۹۳۲کال کې زیږیدلی ؤ بلاخره له برکتناک عمره وروسته په نوي کلنۍ کې بیګا وفات شو .شیخ صیب یو لوي متفکر ؤ  او ددینی کتابونو په لیکلو کې ئې ډيره ونډه درلودلې ده . دختیځې او مرکزي افریقا ډيره خلک ددغه خداي بخښلي دکتابونو په لوستلو سره د اهل بیت علیهم السلام پيروکار شوی دی .

شیخ عبداللهی ناصر یو مجاهد استاد او څيړاند هم ؤ  او تل د په کلاسونو کې د اسلامی معارفو د وړاندې کولولپاره حاضرید. خدای بخښلی چې د مومباسا ښار داهل سنت یو مهم عالم او خطیب ؤ په ۱۹۷۵کال کې ئې دتشیع مذهب ومانه .

 وهابیانو او په عربستان کې له دوي سره اړونده مرکزونو  دهغه په ضد ډير فعالیتونه  وکړل  او په تمو او بلاخره ګواښونو سره ئې هڅه وکړه ، هغه بیرته خپل مکتب ته وګرځوي  چې په دې کار کې بریالي نه شول .

خداي بخښلي شیخ عبداللهی ناصر په یوې مرکې کې تشیع مذهب ته   د ګروهنې په باب وئيلي وو ،زه د امیر المومنین حضرت امام علی علیه السلام له فضایلو سره آشنا شوم  او سوکه سوکه مو  احساس کړه  علی ابن ابی طالب علیه السلام د خداي له رسول وروسته ترټولو غوره مسلمان دی . یوې مودې وروسته مو لاس ته د خداي بخښلي  علامه امینی کتاب راورسید چې زما  د فکر په آزادولو کې ئې راسره ډیره مرسته وکړه او بلاخره د مسلمان شونې په اصلی معنا پوهه شوم ، دبیا دشیعیانو جومات ته لاړم او مطالعه مو نوره هم زیاته کړه .

خداي بخښلي تشیع مذهب ته له ګروهنې وروسته د شیعیّت په باب  په سواحلي  او عربي ژبو کې ډیر کتابونه  او جزوې لیکلي  او دغه راز ئې په کینیا او شاوخوا ګاونډیو هیوادونو کې دتشیع په پراختیا کې ډير غوره او مهم رول لوبولی دی .

یاد او خاطره ئې تل ژوندئ  

https://iqna.ir/fa/news/4027807/%

 

captcha