IQNA

د قاهرې په نندارتون کې د مصر د آوقافو د وزیر قرآني کتاب وړاندې کیږي

15:48 - January 16, 2022
د خبر لمبر: 3485274
تهران (ایکنا)- د مصر د اوقافو د وزیر محمد مختار جمعه په تالیف شوي قرآن کریم کې د ښکلا او کمال «الکمال والجمال فی القرآن الکریم: نومې عربي کتاب د قاهرې د کتاب په  ۵۳ نړیوال نندارتون کې  وړاندې کیږي .

ایکناخبري آژانس د المصری الیوم له قوله راپور راکړ، د مصر د قاهرې د کتاب ۵۳نړیوال نندارتون د روان کال د جنورۍ له شپږویشتمې نیټې یا هماغه   دسلواغې دمیاشتې له شپږمې نیټې د الجمع الخامس  سیمې دن ړیوالو نندارتونونو او سیمنارونو په مرکز کې ترسره کیږي او  او د فرورۍ تر شپږمې نیټې پورې په دوام وکړي .

یونان د نندارتون افتخاری میلمه اعلان شوی دی او دغه نندارتون  به له ډول ډول کلتوري او هنري فعالیتونو سره یو ځاي وي او د کرونائي بحران  د خوریدا د مخنیوی په خاطر د روغتیائي پروټوکولونو  په رعایتولو سره ترسره کیږي .

د مصر د اوقافو وزارت په سټال کې د ؛«الکمال والجمال فی القرآن الکریم:په دغه نندارتون کې وړاندې کیږي ، په دغه کتاب کې د صبر، بخشش، کوشش او هڅې ، ښکلی پوښښ، ښکلی کلام ،سلام او حال احوال په څير په قرآن کریم کې د ښکلا او کمال مختلف اړخونه  بیا ن شوي دي .  

https://iqna.ir/fa/news/4028925 

captcha