ایکنا خبری آژانس راپور راکړ، د انډونیشیا د جکارته استقلال جومات ، د ظرفیّت له پلوه په جنوب ختیځې آسیا کې ترټولو ستر جومات دی . دغه جومات په دې دلیل ؛ استقلال ؛جومات بلل شوی دی ، چې په ۱۹۴۹کال کې له هالنډه د انډونیشیا له خپلواکۍ وروسته ئې جوړول پیل شوي او په هغه وخت کې هڅه شوې داسې لوي جومات چې دیوه ترټولوستر اسلامی هیواد په توګه دانډونیشیا له نامې سره ښائي ، جوړ شي .
استقلال جومات یا هماغه دخپلواکۍ جومات دوه زره اوه سوه پنځوس مربع میټر مساحت او ۳۳میټره لوړوالی لري او د کابو دوه لکه لمونځ ګوزارو په ګنجایش سره د جنوب ختیځې آسیا په ترټولو لوي جومات بدل شوی دی .
ددغه جومات په پلانونې او ډيکوریش کې کې ل ایتآلیائي سنګ مرمرو استفاده شوې ده . همداراز هغه قالین چې ددغه جومات د لمانځه دکوټې یا هال لپاره ورځیني استفاده شوي دترکیې هیواد لاسی جوړه شوې ده . دغه جومات اوه دروازې لري او اوه واړه دروازې د اسماءالحسنی په نامې سره ،یعني هره یوه د خداي په یوې نامې نومول شوي ده . ا وه عدد ، په اسلامی فلکیاتو (Cosmology) د اوو آسمانونو ښودنه هم کوي .
ددغه په زړه پورې او لوي جومات د ځينو برخو په باب یو ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړانډې کیږي .