IQNA

16:01 - March 14, 2022
د خبر لمبر: 3485533

د معنوي ژوند په لوړتیا کې د شعبان میاشتې مناجات ډيرغوره رول لري

تهران (ایکنا) – دشعبان میاشت یوه هغه میاشت  ده چې د اسلام په پاک دین کې  ډير اهمیّت لري . دغه اهمیّت  دهغه ظرفیّت له پلوه دی چې  دغه میاشت ، د مومنانو د معنوي ژوند په لوړتیا کې  ورڅخه برخمنه ده .

د معنوي ژوند په لوړتیا کې د شعبان میاشتې مناجات ډيرغوره رول لري

ایکناخبری اژانس راپور راکړ،په الهي  دینونو کې  دکال ځينو وختونو او ورځو ته ډير پام شوی او ځانګړی اهمیّت ئې غوره کړی دی.شعبان میاشت یوه هغه  میاشت ده چې د اسلام په دین کې خاص اهمیّت لري  او د مومنانو د ورحاني ودې لپاره  پکې دخاصو عملونو سپارښتنه شوې ده .

 شعبان المعظم  د قمری هجري کال د کال هیندارې  اتمه میاشت ده  چې مسلمانان پکې  خاص آداب او عملونه ترسره کوي.  د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) فرمائيلي دي ، رجب میاشت د خداي میاشت ده ، شعبان میاشت دما میاشت ده او  او  دروژې مبارکه میاشت هم د ما د امت میاشت ده .

دغه رازئې په  په یوه بل ځاي کې فرمائيلي دي ؛شعبان دما میاشت ده ،  خداي د وبخښي هغه څوک چې    له ما سره په دغه میاشت کې ملګرتیاوکړي ::  البته  باید پوهه شو چې  په شعبان میاشت کې د خداي له رسول سره  مرسته  څه معنا لري . ؟

 له صفوان جمال څخه روایت شوي  چې وئیلي ئې دي ،  حضرت امام صادق علیه السلام  راته وفرمائيل ؛ هغه کسان  مجبوره کړه چې  د تاشاوخوا کې دي  د شعبان میاشتې  روژې ته، یعني هغو کسانو ته چې د تاشاوخوا موجود دي  د شعبان دمیاشتې د  روژو ساتنې سپارښتنه ورته وکړه .،  نو ما ورته عرض وکړ ، زه له تاقربان شم،  مګر  په دې کې څه فضیلت  وینئ ، وې فرمائيل ؛ هو! په رښتیا چې  دخدای رسول  هرکله  دشعبان  میاشت لیدله ، نوهغه جارچي ته چې  په مدینې کې ئې نغاره غږوله ،  امر کاوۀ، چې اعلان وکړه ،  ائ د مدینې  اوسیدونکو ، زه د خداي له خوا پر تاسو مبعوث شوی یم ،  خبر شئ ، شعبان دما میاشت ده ،نو خداي دې رحمت وکړي پر هغه چا چې  په دغه میاشت کې له ماسره ملتیا (مرسته ) وکړي ،یعني  روژه وساتي .

 د روژي ساتل  له سهار وختي څخه تر غروب پورې له خوراک او څښاک څخه ډډه کول  دي ، خو د روژتي  کمال په دې حد کې نه خلاصه کیږي ،روژه په بشپړ معنا کې ،له هرډول هغې ګناه  او غیراخلاقي چلند څخه ډډه کول دي چې د نورو د کړوَلو او یا د الهي قوانینو چخڼي کولو سبب کیږي .

 داسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی (ص) فرمائي، شعان  هغه میاشت ده چې د انسانانو عملونه لوړیږی،په داسې حال کې چې خلک ورڅخه غفلت کوي .

په شعبان میاشت کې روژه ساتل ډیرغوره عمل دی .

 سره له دې چې  د روژې مبارکه میاشت ، د روژې ساتنې  دمیاشتې په توګه  پيژندل کیږي  او  د روژې مبارکې میاشتې په درستو ورځو کې پر  هغو مسلمانانو روژه ساتل، چې د لرلو قدرت ئې لري ، واجبه ده ، خو  په شعبان میاشت کې  پر روژې ساتنې ټينګار او سپارښتنه ئې  په څه دلیل ده.؟  . هماغه شان چې  پیغمبر اکرم  فرمائيلی دي ؛ شعبان د ما میاشت ده، هرچا په دغه میاشت کې یوه روژه  وساتله ، پر هغه بهشت  او جنت واجبیږي . د خپل پیغمبر  سره د مینې او دوستۍ لپاره  او  له پروردګار عالم سره د نزدیکیدا او تقرّب لپاره روژه وساتئ  او  په ځینو حدیثو کې  خو شعبان میاشت د  دمیاشتو سید او سرداره  تعبیر شوې ده .  

په روژې مبارکې میا شتې کې عموما مسلمانان د خپلي شرعي دندې په اساس،روژه ساتي ،خو له خداوندمتعال سره د معنوي ارتباط د پیاوړي کولو لپاره ، اړتیا ده څو یو لړ مقدمات کچ شي او لازم چمتووالی ولري او دا پيښه په هغو عملونو سره چې په شعبان میاشت کې ئې سپارښتنه شوې ، ممکن دي .

همدلته ده چې په زیاترو هغو روایتونو کې چې ددین له بزرګانو  نقل شوي دي،په دغې میاشتې کې د استعفار ډير ه سپارښتنه شوې ده.استغفار دوه اړخونه ،یعني زباني او حقیقي اړخونه لري ، چې په پيل کې  دخداوندمتعال په درګاه کې له ګناهانو او تیروتنو څخه د پښمانۍ اظهار کول دي ، خو  په حقیقي استغفار کې  هڅه کوو چې  ورانکارۍ ورغوو ، او که د نورو حق ته مو کوم تاوان رسولی وي ، نو هغه جبران کړو .خداوندمتعال دې پر مونږ ټولو  ددغو شپو ورځو معنوي او حقیقي اړخ لازیات روښانه کړي او مونږ ته دې دا طاقت راکړي ، چې په دغې میاشتې کې  دپروردګار په درګاه کې دخپلو ګناهانو لازیاته بخښنه وغواړو .

captcha