IQNA

له اسلامه د ویرولو پروسې ته داسلامی هیوادونوپه بې پامۍ افسوس دی

10:55 - March 23, 2022
د خبر لمبر: 3485576
تهران (ایکنا) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې دخارجه وزیرانو دناستې په پیل کې پخپلې وینا کې له اسلامه د ویرولو د پروسې پر نړیوال کیدا په ټينګار سره  ددغې سپيرې ښکارندې  د ودې په باب داسلامی هیوادنو په بې پامۍ سختې نیوکې وکړې .

اکیناخبری آژانس د اې این آئي نیوز له قوله راپور راکړ،  د پاکستان  لومړي وزیر عمران خان پرون مازدیګر د اسلامی ملګرتیاموسیسې د خارجه وزیرانو د اته څلویښتمې غونډې په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې ویناکې ټینګار وکړ،له اسلامه د ویرولو پروسه د ستمبر له یولسمې پيښو وروسته زیاته شوې او له کنټرولیدا پرته ئې دوام درلودلی،ځکه اسلامی هیوادونو نړیوالو ته د سوچه اسلام په معرفي کولو کې هیڅ کار نه دی کړی .

عمران خان د خپلې وینا په بلې برخې کې دغونډې ګډون کونکو ته په خطاب کې ووئيل ، ایمان له ترهه ګرۍ سره هیڅ ربط نه لري . هغه همداراز داپوښتنه هم مطرح کړه،چې لویدیځي نړۍ څرنګه مسلمانان په مینځ  لارو او افراط پالوویشلی شي، کله چې اسلام له ترهه ګرۍسره یو شان ګڼي . ؟

 د پاکستان لومړي وزیرروښانه کړې، ما دخپل ژوند زیاتره برخه په انګلستان کې تیره کړې ده  او د یوه نړیوال لوبغاړي  او سپورټس مین په عنوان سره مو درستې نړۍ ته سفرونه کړي دي ،  ما له اسلامه د ویرولو د پروسې وده ،  د ستمبر د یولسمې له پيښو وروسته  ولیده . عمران خان زیاته کړې ،  له اسلامه  د ویرولو وده دوام لري  او دلیل ئې دا دی چې  اسلامی هیوادونه  له اسلامه د ویرولو د پروسې په وړاندې  هیڅ کار نه کوي.

  ، اسلام څرنګه له ترهه ګرس سره یو شان شوی دی ؟

 د پاکستان لومړی وزیر  د نیوزیلینډ په کرایسټ چرچ جومات کې د ۲۰۱۹ کال د ډ ژو پيښې ته په اشارې سره  ووئيل ،  کله دا موضوع (یعني اسلام او ترهه ګري یو شان بلل) رامینځةکیږي ، نو بیا څرنګه  په لویدیځي هیواد کې یو کس  په مینځ لاري  او  سرزوری  مسلمانانو ترمینځ توپیر  کولی شي ؟

هغه  زیاته کړې ،  له بده مرغه باید یو کار شوی وائ ، چې البته  هیڅ ونه شول ، اسلامی  هیوادونه باید  له اسلامه د ویرولو د پروسې د ودې په وړاندې  دریځ غوره کړي او چپه خولۀ پاتې نشي .

د پاکستان په اسلام اباد کې  د اسلامي ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو اته څلویښتمه دوه  ورځنۍ ناستې پرون پیل شوي

captcha