IQNA

سبا په کومو هیوادونو کښې کوچنی اختر دی

14:07 - May 01, 2022
د خبر لمبر: 3485737
تهران ( ایکنا) د روژې د مبارکې میاشتې د ختمیدا او د کوچني اختر میاشتې ( شوال ) د رارسیدا په درشل کښې افغانستان ، عمان ، اردن او مراکش نن او اتلسو(۱۸) اسلامي هیوادونو سبا کوچنی اختر اعلان کړی دی .

ایکنا خبري اژانس د اناتولي خبري اژانس په قول راپور ورکړی افغانستان ، عمان ، اردن او مراکش هیوادونو نن کوچنی اختر اعلان کړی او په دغو هیوادونو کښې بیګا د کوچني اختر میاشت ولیدل شوه او په دې ډول نن په دغو هیوادونو کښې کوچنی اختر و .

دا په داسې حال کښې دي چې اتلسو(۱۸) عربو هیوادونو په رسمي خبر پاڼو کښې وویل چې سبا اخري روژه ده او راتلونکي دوشنبې ورځ کوچنی اختر دی چې د شوال میاشتې له لومړۍ(۱) نیټې سره سمون خوري .

سعودي عربستان ، مصر ، متحده عربي اماراتو، کویت ، د عراق سني اوقافو دیوان ، قطر ، لیبیا ، سوډان ، بحرین ، سوریې ، فلسطین ، لبنان ، ترکیې او الجزایر هیوادونو نن د روژې د مبارکې میاشتې اخري ورځ اعلان کړه او بل سبا یعني دوشنبې ورځ به کوچنی اختر وي .

دغه راز فیلپیین ، تايي لینډ ، هندوستان او قناري جزایرو هم وویل چې د شوال د میاشتې د نه لیدل کیدا  په خاطر سبا اخري روژه ده او په راتلونکي دوشنبې ورځ به کوچنی اختر وي .

موریتانیا ، جیبوتي ، تیونس ، سومالیا او د عراق شیعه وقف دیوان تراوسه د کوچني اختر د میاشتې د لیدو او د کوچني اختر د ورځې د اعلانولو په هکله هیڅ خبرپاڼې نه دي خپرې کړي .

4054001

captcha