IQNA

دنوي ډیلي جامع جومات ډیره تاریخي مخینه لري

13:34 - May 07, 2022
د خبر لمبر: 3485761
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د قدس او د فلسطین له غاصبانو سره مبارزه د فلسطین د خلکو طبیعي ، جایز او قانوني حق وباله .

لاقصی جومات ته  نږدې او په نیواکي قدس کښې د صهیونیسټ پوځیانو  او د فلسطینیانو ترمینځ شخړه چې د روژې د مبارکې میاشتې له لومړیو څخه پیل شوي ده تراوسه دوام لري .

په نیواکي قدس او لویدیځې غاړې باندې د صهیونیسټ پوځیانو حملې تراوسه د لسګونو فلسطینیانو د شهادت او ژوبلیدا سبب شوي دي .

په همدې لړ کښې د ایران د خارجه وزارت ویاید سعید خطیب زاده په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټانو بیا بیا یرغل او د فلسطین د سپیڅلیو ځایونو په دفاع کونکو کسانو او لمونځ ګزارو باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو څاروي ډوله تیري په غندلو سره وویل نیواکګرۍ او نیواکګران مخ په زوال دي او د قدس او د فلسطین له غاصبانو سره مبارزه د فلسطین د خلکو طبیعي ، روا او قانوني حق دی .

خطیب زاده  په نیواکي فلسطین کښې د اسرائیلو د اپارتائیډ رژیم ناوړه اقداماتو او د تیریو زیاتیدا ته په اشارې سره له صهیونیسټ نیواکګرانو سره د مقابلې او د ځان د دفاع لپاره د فلسطین له خلکو سره د نړیوالو او سیمه ییزو ټولنو  او د حکومتونو او د ملتونو د مرستې غوښتنه وکړه .

خطیب زاده په پاې کښې د الاقصی  جومات  د ژغورنې او د فلسطین د دفاع لپاره د اسلامي نړۍ د وحدت پرضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کښې د اسرائیلو له اپارتائیډ رژیم سره د اړیکو عادي کول د فلسطین په نیواکي ټاټوبي کښې د صهیونیسټانو لخوا د تاوتریخوالي د زیاتولو او د هڅولو عوامل وبلل .

https://parstoday.com/ps

بچوې: قدس ، فلسطین
captcha