IQNA

د مقاومت دوښمانانو او د امریکا عوامل ته باید فرصت ورنکړو

14:46 - May 08, 2022
د خبر لمبر: 3485773
تهران (ایکنا)-رای الیوم ټیلي ورځپاڼې نن راپور ورکړ د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا د مشر مرستیال شیخ علي دعموش د هیواد په انتخاباتو کښې د مقاومت دوښمانانو ته د پرمختګ د فرصت د ورکولو په هکله خبرداری ورکړ .

د لبنان د پارلمان د انتخاباتو لومړی پړاو له پرون ورځې راهسې په خارجي هیوادونو کښې د لبنان د هستوګنه خلکو له رایو اچولو سره پیل شو .

د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا د مشر مرستیال شیخ علي دعموش د خپل هیواد د پارلمان انتخاباتو ته په اشارې سره وویل حزب الله غورځنګ له مالي کړکیچونو د وتلو  لپاره د  ژغورنې د یوه (۱)ملي پلان پراساس د پارلمان په انتخاباتو کښې ګډون کوي .

هغه د پارلمان په انتخاباتو کښې د خلکو د پراخ ګډون او په دې هکله د سستۍ د نه کولو غوښتنه وکړه چې د لبنان په انتخاباتو کښې د مقاومت ډلو د دوښمانانو ته فرصت برابر نشي .

د لبنان د پارلمان د انتخاباتو دوهم (۲)پړاو د روانې میلادي میاشتې په اتمه(۸) نیټه او په نورو هیوادونو کښې د لبنان د  هستوګنه ښاریزو په رایو اچولو سره پیلیږي او په خپله د لبنان خلک د مي د میاشتې په پینځلسمه (۱۵)نیټه د رایو صندوقونو ته ورځي .

بچوې: قدس ، فلسطین
captcha