IQNA

د الجزایر ښاریز د قران درې نسخې لیکلي دي

16:05 - May 25, 2022
د خبر لمبر: 3485830
تهران(ایکنا)ـ «عبدالوهاب خنیف» د الجزایر هیواد د سطیف ولایت د داسې هنرمند دی


 چې تر اوسه یې د قران مجید درې نسخې په بیلا بیلو سبکونو او سټایلونو په خپلو هنرمندو ګوتو سره په خوشنویسۍ سره لیکلي دي او د خپل هیواد اسلامي ټولنې او اسلامي نړۍ ته یې وړاندې کړي دي.
ایکنا خبري اژانس وايي عبدالوهاب حنیف دغه قرانونه په دریو بیلا بیلو خطونو او په هنري او په کمیابو یعني کمو موندونکو رودو سره په پرله پسې څو کلونو کښې په خوشنویسۍ سره لیکلي دي او د هغوې کتابت یې کړی دی.
د الجزایر دغه خوشنویس ۶۷ کلن دی او د ژوند څه د پاسه پنځوس کلونه یې د عربۍ ژبې له خوشنویسۍ سره اخښل شوي دي هغه دغه هنر له ماشومتوبه زده کړی دی.
هغه د قران کریم لومړنۍ نسخه په خط نسخ سره خوشخط ولیکله او هغه یې کتابت کړه او دغه ظریف کار یې چې خپل خاص دقت ته اړتیا لري په اتو کلونو کښې پاې ته ورسوه.
د الجزایر دغه هنرمند چې کله د عربۍ خط زده کوي،نو په ذهن کښې یې د قران کریم د کتابت فکر راغی او په ښکلیو کاغذونو باندې د قران کریم د لیکلو کار پیلوي.
په اتو کلونو کښې د لومړي قران مجید خوشنویسۍ:
په اتو کلونو کښې د قران د یوې نسخې په خوشنویسۍ کښې د هغه معنوي هڅې له ۱۹۸۸ میلادي کال څخه د نولس سوه شپږنویم میلادي کال تر پاې پورې وخت واخیست او عبدالوهاب دغه قران عرب شیخانو ته ورکړ چې هغه ویرایش کړي یعني غلطیانې ترې لیرې کړي.
مخ ته له پراتو ستونزو سره سره هغه وتوانید د مراکش خط چې د الجزایر ډیر قران مجیدونه په دغه خط لیکل شوي وو زده کړي او سمدستي یې د مراکش په خط د دوهم قران د خوشنویسۍ کار پیل کړ؛او په دغه قران کریم کښې یې ښکلي روده او خاص ښکلاګانې وکارولې او دغه مهم کار څلور کاله وخت واخیست اودوهم قران د الجزایر په سبک او سټایل او د خپلو نیکونو په روده خوشنویسي شو.
دریم قران د ترکۍ ژبې په نسخې کتابت شو
دغه کار هم څلور کاله وخت واخیست او په دغه کار سره یې د قران کریم په کتابت شپاړس کلونه ولګول او د قران کریم درې نسخې یې په خط نسخ شرقي ، په الجزایر کښې په خپلو پلارانو او نیکونو کښې په مشهور مراکشي سبک او د دنیا د مشهور خوشنویس محمد شوقي الترکي په روده په ترکي خط نسخ ولیکه.
د قران کریم دغه درې نسخې داسې نادرې تحفې دي چې عبدالوهاب هغه په الجزایر کښې او په خارجي هیوادونو کښې په بیلابیلو نندرتونونو کښې نندرې ته وړاندې کړي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4059401

 

captcha