د تبلیغاتو او د قوم پالنې زیاتیدل د عدالت او د ازادۍ لپاره ګواښ او د هندوستان د راتلونکي لپاره خطر وباله.
ایکنا خبري اژانس د دکن هیرالډ ورځپاڼې په قول وویل په دیوبند کښې دیره د هندوستان د علماو ټولنې په دغه هیواد کښې د قومپالنې د زیاتیدا په هکله اندیښنه اعلان کړه او ویې ویل د هندوستان حکومت په هغو کسانو چې د لږکي ټولنې پر ضد نفرت رامینځته کوي سترګې پټوي.
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې د هندوستان وحدت د جعلي نیشنل ایزم په نوم سره ګډوډیږي او دغه بهیر نه یوازې د مسلمانانو لپاره بلکې د ټول هندوستان لپاره خطرناک دی.
د هندوستان د علماو ټولنې د خپل مدیریت د کمیټۍ په غونډې کښې د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره په حکومت غږ وکړ چې سمدستي د دا ډول عناصرو فعالیتونه ، د قومپالنې تبیلغ کول او هغه پیغامونه چې نه یوازې د مسلمانانو او د اسلام پرضد دي بلکې په ډیموکراسۍ، عدالت او برابرۍ باندې د ټولو اعتقاد لرونکو کسانو پرضد دي بند کړي.
په دغه پریکړه لیک کښې ویل شوي دي هندوستان د مذهبي دښمنۍ او د نفرت په اور کښې سوځي او د یوبل پرضد د خلکو د لسمولو هڅه دوام لري.
دغه ټولنې وویل چې په هندوستان کښې د اکثریت د ټولنې د ذهن د زهرجن کولو لپاره د اوسني حکومت او د واکمن ګوند تر ملاتړ لاندې د قومپالنې د تور طوفان د رامینځته کولو لپاره هڅه له هیڅ خنډ پرته دوام لري.
د دغه بیانیې په دوام کښې ویل شوي دي د مسلمانانو ، د پخوانیو مسلمانو واکمنانو او د اسلامي تمدن او کلتور پرضد بې اساسه تورونه مطرح کیږي.
د مسلمانانو دغه ټولنې په خپل پریکړه لیک کښې وویل له بلې خوا د هندوستان حکومت د دغو کسانو پرضد د قانوني اقدام پرځاې دغه کسان یا د هغوې په ملاتړ کولو یا ازاد پریښودلو او یا په ازادۍ سره ګرځیدلو ته تشویقوي.
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د سیاسي سلطې د دوام په انګیزې سره د اقلیتونو پرضد د اکثریت د ټولنې د مذهبي احساساتو تحریکول او د ډله ییز نفرت پراخول نه یوازې د هیواد د ګټو او د وفادارۍ پرخلاف ده بلکې له هندوستان سره ښکاره دښمنۍ ده.
د هندوستان د علماو ټولنې په دغه بیانیې کښې وویل که چیرې په هیواد کښې فاشیسټي ارګانونه داسې احساس کوي چې د مسلمانانو ټولنه به د دوې ظلم ته تسلیم شي نو په کامل ډول غلطۍ کوي.