ایکناخبری آژانس د الیوم ۲۴له قوله راپور راکړ، دغه سیالۍ به له ننه د تانزانیا په دارالسلام ښار کې په محمد سادس جومات کې پیل شي او د اګست تر څوارلسمې نیټې پورې به دوام ومومی او په دغو دستورو کې به د محمدساس موسیسې مشر او په ۳۴هیوادونو کې ددغې موسیسې د څانګو غړي شتون ولري.
په راپور کې وئيل شوي دي چې د محمد سادس افریقائي عالمانو دموسیسې د څانګو په نمایندګۍ به ۷۷ګډون کونکي په دغو سیالیو کې له یوه بل سره سیالي وکړي.
دغه سیالۍ د ۲۰۱۸کال د نومبر په دریمه او څلورمه نیټه دسیالیو په دوهم پړاؤ کې په فاس ښار کې د محمد سادس موسیسې د عالی شورا په سپارښتنې باندې په عمل او په کلنۍ بڼه د قرآن کریم د سیالیو په ترسره کیدا دټينګار په لړ کې ترسره کیږي.
د محمد سادس افریقائي عالمانو موسیسې،ددغو سیالیو په څنډې کې،د خدای د لوي کتاب ددرنښت په خاطر نن د قرآن تخصصي نندارتون هم ترسره کړی او دغه راز به د مراکشي قرآنونود هنري ډولوالي او پيژندګلوۍ د ښکلا د ځانګړنو په اړه توضیحاتي پروګرام هم اجرا کړي .
همداراز په دغه نندارتون کې داسلامی له لومړنیو پیړیو رانیولې تردې دمه په مراکش کې له دستي نسخو وخت راهسې د چاپي صنعتي د پنځیدا پورې د وخت د قرآني چارو تاریخي مخینه هم دخلکو نندارې ته وړاندې کړي.