ایکناخبري آژانس راپور راکړ،د العالم چینل ویبسایټ په یوه مطلب کې لیکلی دي،د عربستان د پاچائي درباره یوه سلاکار او د لوړپوړو عالمانو د شورا یوه غړي شیخ سعد بن ناصر الشثري ،له سعودیانو غوښتي دي، له هغو یهودیانو سره چې دغه هیواد ته سفرونه کوي،مهربان ووسي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې هر یهودي اسرائيلي نه دی،له یهودیانو سره ئې دچلند په باب خپله فتوا له یهودیانو سره د پیغمبر اکرم(ص) له تعامل څخه له یوه مثال سره یوځای کړې او وئيلي ئې دي، دپیغمبر اکرم(ص)له رحلت وروسته د هغه زغره د مدینې له یوه یهودي سره ګرَوي وه.
ددغه مطلب په دوام کې او د وهابی شیخ ددغه اقدام په نیوکو کې راغلی دي ،داسې ښکاري دغه فتوا پر ال سعود رژیم داسلامی،عربی او داخلی نیوکوته په ځواب او له وروسته مطرح شوې ده چې اسرائيلي پادریانو، خبریالانو او تاجرانو عربستان ته په ډيرو سفرونو پسې شوي او تصویرونه ئې په څرګنده پخپلو ټولنیزو چینلونو کې خپره کړي دي .
ددغه مطلب په یوې بلې برخې کې راغلي دي، دهغو وهابی شیخانو په باب د توجیهاتو د ناڅاپی کمیدا ددلیل دبللو سره چې له یهودیانو سره ملګرتیا او خواخوږي کوي،د سیاست په علم کې متخصص شونې ته کوم ضرورت نه لری.یهودیانو تردې دمه هم اکثره مسلمانان کافران ګڼي او دهغو وژل او دهغوی د ښځو بندي کول حال ګڼي. د سعودي عربستان له دغه وهابی شیخه تمه کیدله څو د عربستان،یمن،سورېئ او عراق له شیعیانو سره ملګرتیا او خواخوږي وکړي،هغه خلک،چې تر دې دمه هم دوهابیانو په فتواګانو سره وژل کیږي.
مونږ دا هیله درلوده چې الشثري دسعودی رژيم ته سپارښتنه وکړي چې په عربستان کې دیره له فلسطینیانو سره چې د غزې له کلابندو خلکو سره مرسته کوي او همداراز په عربستان کې له دیره یمن والو او لبنانیانوسره په مهربانۍ ره چلند وکړي او په محدودیّت کې دې نه راولي .
ددغه مطلب په یوې برخې کې راغلي دي د یوه وهابی شیخ په توګه شیخ الشثري هڅه کوي څو دعربستان او صهیونیسټي رژيم ترمینځ داړیکو دعادي کولو لپاره زمینه برابره کړي،خو دا هڅه باید دتاریخ په غله کولو سره په تیره بیا د اسلام دتاریخ دخرابولو په بّیو سره تمامه نشي. په همدې دلیل مونږ دغو کسانو ته وایو چې تاسو هم د متحده عربی اماراتو په څير په پلمو او د ؛فلسطین دملت دګټو؛ په توجیه سره له صهیونیسټي رژيم سره خپلې اړیکې عادي کولی شئ،خو داسلام له دین ،داسلام له تاریخ او پخپله دپیغمبر اکرم(ص)څخه مطلبونه او لګښتونه مه جعلي اوغلا کوئ.