IQNA

قرآن څه وائي/34

خداي افراطي ډلې ټپلې نه خوښوي

16:28 - November 14, 2022
د خبر لمبر: 3486458
ایکنا-(تهران)د قرآن کریم په ډيرو آیتونو کې د تیریګرو او هغو ډلو په باب چې له قاعدې ورآخوا افراطیي چلندونه کوي، خیرداری ورکرل شوی او په هغو کې یو آیت داسې دی چې  «إِنَّ اللَّهَ لا یُحِبُّ الْمُعْتَدِینَ؛ خداي تیریګر نه خوښوي.

هرې ټولنې مختلفو ډلو ټپلو ته د خپل تاریخ او کلتور او دین په تناسب سره ځاي ورکړی دی چې د هغوي مختلف چلندونه رابرسیره کوي، په هغو چلندونو کې یو د مختلفو ډلو ټپلو ترمینځ د شخړې اونښتې په وخت معلومیږي.

ددغو ډلو تاؤتریخجنو چلندونو په باب قضاؤت،دا چې د بحران او شخړې پیلونکی دی او دا چې له ځانه دفاع کوي او داسې ځينی نورې پيښې  او د اخلاقو او دین له پله پيچلتیاوې لري.خو قرآن کریم په روښانه ډول ددغو ټولو موردونو په باب خبرې کړي دی.«وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ؛ او د خداي په لاره کې له هغو کسانو سره چې له تاسو سره جنګ کوي،جنګ وکړئ و له حده تیری مه کوئ چې تیري کونکي نه خوښوي.(د بقرې سوره-۱۹۰)

دغه آیت هغه لومړنی آیت ؤ چې د اسلام له دښمنانو سره دجنګ په باب نازل شو او ددغه آیت له نازیلیدا وروسته پیغمبر اکرم(ص) له هغو سره چې چې ورسره ئې جنګ کوه ،وجنګید او له هغو کسانو سره چې  ئې ورسره جنګ نه کاوه، له هغو سره ئې له جنګه ډډه وکړه او دوام ئې ورکړ،تر دې چې د توبې سورې پنځم آیت نازل شو، «إِنَّ اللَّهَ لا یُحِبُّ الْمُعْتَدِینَ؛ یعني له درستو مشرکانو سره دجنګ اجازت  نازل شو.

د تفسیر نمونه لیکوالاو ددغه آیت په باب خاص ټکي مطرح کړي دي. د قرآن کریم په دغه آيت کې له هغو کسانو سره چې توره ئې پر مسلمانانو روا ګرځوي ،دمبارزې او مقابلې  فرمان صادر کړیاو فرمائي؛ له هغو کسانو سره  چې تاسو سره جنګ کوي ،دخدای په لاره کې جهاد وکړئ؛ د «فِی سَبِیلِ اللَّهِ؛  په تعبیر د خدای په لاره کې، د اسلامی جنګونو اصلی هدف روښانه کوي چې جنګ داسلام به منطق کې هیڅکله د غج اخستنې،فرصت غوښتنې یا د هیواد پراخونې  یاد غنیمتونو ترلاسه کول نهدي. همدغه هدف دجنګ په تولو اړخونو اغیزې شیندي،دجنګ کیفیّت او کمیت ، د وسلو ډول، له بندیانو سره دچلند څرنګوالی د «فِی سَبِیلِ اللَّهِ؛  اصل معنا نندارې ته وړاندې کوي.

وروسته قرآن کریم د عدالت رعایتولو سپارښتنه حتی د جنګ په ډګر او و دښمنانو په وړاندې کوي، فرمائي ؛له حده زیات تیری ونه کړئ.وَلاتعتَدوُ؛ ځکه چې خداوند تیریګر نه خوښوي. » (إِنَّ اللَّهَ لا یُحِبُّ الْمُعْتَدِینَ).   

کله  چې جنګ د خداي لپاره او د خداي په لاره کې وي ،نو باید هیڅ ډول افراط او تیری پکې ونه شي سم په همدې دلیل ده چې په اسلامی جنګونو کې دمونږ د زمانې دجنګونو په اپوټه، ديرو اخلاقي اصولو رعایتولو سپارښتنې شوي دي.مثلا  هغه کسان چې وسله پر مځکه کیږدي،او هغه کسان چې د جنګ توانمنۍ له لاسه ورکړي،یا اصولا پر جنګ قدرت نه لري، د  ټپیانو، بوډاګانو ښځو اوماشومانو په شان،نو هیڅکله پرې تیری ونه کړئ.باغونه،وَنې بوټي  او کرهڼيزې مّځکې تباه نه کړئ او د دښمن دڅښاک  په اوبو کې زهر ګډ نه کړئ یعني له کیمیائي او میکروبي جنګه استفاده ونه کړئ.

 محسن قرائتی په تفسیر نور کې ددغه آیت په باب ځيني پیغامونه بیان کړي دی چې د پام وړ دي .

  • دفاع او  یو شان مقابله ، انساني حقوق دی ،که څوک له مونږ سره جنګ کوي،نو مونږ هم ورسره  جنګ کوو «قاتِلُوا ... الَّذِينَ يُقاتِلُونَكُمْ» 
  • په اسلام کې له جنګه موخه،د ټاټوبي او آبی برخو نیول  او یا استعمار  او غچ اخستل  نه دي،بلکې هدف،د فاسدو بهیرونو په حذفولو او له خرافاتو اوچټیانو څخه دانسانانو دنجات او د افکارو په آزادولو سره  له حقه دفاع ده ؛ فیِ سَبیلِ الله؛
  • عدالت او حق حتی په جنګ کې هم باید رعایت شي.؛ قاتِلوُا...... لاَ تَعتَدُو؛ قرآن کریم په کرتو ؛ لاَتَعتَدُو؛ په جملې سره سپارښتنه کړې ده چې د  دهر فرمان په ترسره کولو کې له حدودو او پولو تیری ونه شي.
captcha