IQNA

فلسطینی مبارزان د لودیځي غاړې د یهودي کیدا خنډ دی

6:53 - December 09, 2022
د خبر لمبر: 3486572
ایکنا-(تهران) په تیرو۲۴ساعتونو کې د فلسطین په بیلابیلو سیموکې د وحشي صهیونیسټي پوځیانو په ډزو کې پنځه فلسطینیان شهیدان شول

 

ایکناخبری آژانس د العالم له قوله راپور راکړد فلسطین د اردن سین په لویدیځي غاړې کې  په رام ا... لویدیځ کې یو بل فلسطینی هم د وحشي صهیونیسټانو په ډزو کې شهید شو  او دغه راز په تیر شواروز کې داپنځم فلسطینی دی چې د وحشي ډوله صهونیسټي عسکرو په ډزو کې شهید شوی دی.

 صهیونیسټي پوځيان مدعي دی چې دغه کس د هغوي په لور لاسي بم او کاڼي ویشتي دي او په همدې دلیل  ئې پر هغه مستقیمې ډزې کړي، په دغو ډزو کې دوه نور کسان هم ټپیان شوي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي چې  پرون سهار هم په جنین کیمپ د صهیونیسټي پوځيانو په حملې کې درې فلسطنیان شهیدان شوي دي ،دغه راز د چارشنبې په شپه  هم په رام ا... کې د وحشي صهیونیسټانو په ډزو کې شهید شوی ؤ.

داپه داسې حال کې دي چې د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله د صهیونیسټانو د وروستیو جنایتونو په غبرګون کې ووئیل،  هماغه شان  دخپل حق لپاهر مبارزه کوو ،فلسطینی مجاهدینو د لویدیځي غاړې د نیولو او د دغې سیمې دیهودي کولو   لپاره ئې  دصهیونیسټانو خوبونه نیمګړي کړي دي .

همداراز د د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مشر اسماعیل رضوان هم ووئیل، د فلسطین درستې مبارزې ډلې په یوې واحدې جبهې کې  له تیریګرو صهیونیسټانو سره  مقابله کوي او دخپل حق د ترلاسه کولو پورې به خپلې دغې مبارزې  ته د وام ورکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4105549/%D8

captcha