ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په ایران کې د افغانستان سفارت په خبرتیا کې د پاسپورټونو صادرول،ګونګوسه او پروپیګنډه بللې او له مهاجرینوڅخه ئې غوښتي د پاسپورټونو د صادرولو لپاره د نامو د ثبتولو په اړه دې دغې نمایندګۍ ته مراجعه نه کوي.
له دې مخکې د افغانستان د اوسني حکومت د پاسپورټونو د ادارې مشر عبدالکریم حسیب هم وئيلي وو،د افغان ښاریزو لپاره د پاسپورټونو د ویشلو په برخې کې نوي آ سانتیاوې رامینځةشوي دي او په درست افغانستان کې د پاسپورټونو د ویشلو بهیر له راتلونکي اونۍ بیرته پیلیږي.
په ایران کې د افغانستان سفارت د یوې خبرتیا په صادرولو سره په دغه سفارت کې د پاسپورټونو د صادرول په آوازې بللو سره پر مهاجرینو غږ کړی، د پاسپورټ دترلاسه کولو لپاره دې د نامو دثبتولو لپاره دلته مراجعه نه کوي.
په افغانستان کې د پاسپورټ د ادارې د چارواکو د اعلان په اساس، د پاسپورټونو د ویشلو بهیر دتخینکي مشکلاتو په دلیل درول شوی دی.