ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د قرآن دافق ریډیو ژوندی پروګرام د کب دمیاشتې په دیارلسسمه نیټه د اسلامی ارشاد او کلتور د وزارت د قرآن او عترت د مرستیالۍ قایمقام محمد مهدي عزیززاده د قرآن د نړیوال نندارتون د جزیاتو د بیانولو په خاطر په شتون سره او د جواد نصیري په کارپيژندنې سره د هوا په څپو خپور شو.
محمد مهدی عزیززداده دې خبرې ته په اشارې سره چې سږکال طبیعت اوپسرلی د قرآن بهار په یوه وخت سره روان دي ، ووئيل،پر دې سربیره چې د ۱۴۰۲لمریزکال په پیل کې د روژې مبارکه میاشت ده،ددغه کال په پای کې به هم د روژې دمبارکې میاشتې لیدونکي وو او نو ځکه به راتلونکي کال په پيل او هم په پاي کې د قرآڼ نړیوال نندارتونونه ترسره شي.
د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د دایمی دارلانشاءمسئول د څلویښتم نندارتون ترسره کیدا د وخت په باب ووئیل؛ د قرآن دنندارتون د پیلیدا وخت د روژې دمبارکې میاشتې نهمه نیټه ده او د روژې دمبارکې میاشتې لیدو ته په پام سره به د ۱۴۰۲لمریز کال د وری د میاشتې دولسمه یا دیارلسمه نیټه وي . اوس دمونږ پلانونه د د ولسم باندې ده ،نوځکه دغه نندارتون به د وری د میاشتې په دولسمه نیټه پیلیږي او دهمدغې میاشتې تر ۲۶نیټې پورې به دوام ومومي.
عزیززاده په دوام کې ووئيل، د کار سریزې د یویشتو هیوادونو له کلتوری سلایارانو سره او همداراز د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د دفتر له نړیوالو چارو برخې سره ترسره شوي دي .د اسلامی ارشاد او کلتور د وزیر له خوا رسمي بلن لیک هغو هیوادونو ته چې په دغه نړیوال نندارتون کې ګډون سره لیواله دي ،صادر شوی او تر ا وسه پورې شپږو هیوادونو پکې دګډون لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.
هغه زیاته کړې ده،په امام خمینی عیدګاه یا مصلی کې د قرآن پر نړیوال نندارتون سربیره،د تهران ولایت په شاوخوا سیموې کې د قرآن دتلاؤت کرسئ هم کیښودل کیږي او د قرآن تلاؤتونه به ترسره شي. د تلاؤت په دغو څوکیو کې به د قرآن پر تلاؤت سربیره،قرآني تئيټر اوساده روژماتی هم وویشل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4125933