ایکناد روسیا الیوم له قوله راپور راکړ،د خدای دکور د کعبې د پرَدې دجوړونې ځانګړي ملک عبدالعزیزکمپلیکس مرستیال امجد الحازمي ددې خبرپه اعلانولو سره ووئيل، ددغې ادارې د تخنیکي او عملیاتي پروګرام په اساس،د خانه کعبې پرَده هر ورځ ارزول کیی او پړاویز تعمیرات ئې دسعودي متخصصانو له لارې ترسره کیږي.
کاری ټیم ،دکعبې دپوښښ ټوله برخې اود هغو لپاره لګول شوي کړئ ازول کیږي او د هرډول نقص او نیمګړتیا په بڼه کې د هغو نیمګړتیاؤ د لیرې کولو سملاسي اقدام کیږي.
هغه زیاته کړه ،په کاری ډلې کې هغه متخصصان او ټیکنیشنز شامل دي چې د روژې د مبارکې میاشتې لپاره دخانه کعبې د تیارولو لپاره د پرَدې د بشپړ مرمت او ښکلاته د تصویب شوي پروګرام په اساس لومړیتوب ورکول کیږي. ددغه ټيم غړي همدارازد خانه کعبې بدلول، له ترتولو ښو لومړنیو موادو او غوره ټيکنالوجیو څخه په استفادې او په کړچار کې د دقت او کیفیّت د ترټولو لوړو سټینډرډونو په اساس ترسره کوي.