ایکنا-(نجف اشرف) د عراق په نجف اشرف کې د علوی مقدس آستان دټيکالوجۍ او اطلاعاتو د ادارې رسمي احصائې ،دغدیر د نیکمرغه اختر په وخت کې د حضرت امام علی علیه السلام د سپيڅلی حرم د زیارتوالو شمیر څه دپاسه درې میلیون کسان اعلان شوی دی.

ایکنا د میډل ایست نیوز د ویب سایټ له قوله راپور راکړ، په نیکمرغه اختر کې د امام علی علسلام په سپيڅلي حرم کې څه دپاسه درې میلیون خلک غونډ شوي دی.
د علوی آستان د رسندوئي برخې مشر حیدر رحیم ووئيل د مقدس حرم تخنیکی ادارو د زیارت له بیلیدا څخه تر ماښام پورې څه دپاسه درې میلیون زیارتوال ثبت کړي دي.
هغه زیاته کړه ، د عراق له داخل او بهره ډير زیات زیارتوال ورغلی دی او هماغه شان دغه بهیر دوام لري.
د ویلو ده دعلوی آستان خادمان د یو زر پنخه سوه افتحاري آغلو خادمانو په مرستو سره زیارتوالو ته مختلف خدمتونه وړاندې کوي.