IQNA

طالبان له امریکا  سره خبرواترو او ملګرتیا ته هیڅ ضرورت نه لري

11:32 - July 22, 2023
د خبر لمبر: 3487666
ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت  دفاع وزیر مولوی محمد یعقوب په یولړ څرګندونو کې  په افغانستان کې د القاعدې دشتون په ردولو سره په ډاګه کړه دافغانستان طالبان له امریکا سره خبرواترو او ملګرتیا ته هیڅ ضرورت نه لري.

ایکنا د تسنیم له قوله راپورراکړ، د افغانستان د طالبانودحکومت دفاع وزیر مولوی محمد یعقوب په کابل کې په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې ده دغه هیواد د هیڅ یوه هیواد په ضد نور نه استعمالیږي ،البته نوره له امریکا سره هرډول خبرواترو او ملګرتیاؤ ته هم څه ضرورت نه ویني.

ملایعقوب ووئيل کابل هیچا ته اجازت نه ورکوي ،څو دافغانستان له خاورې نور هیوادونه وګواښي او په افغانستان کې د طالبانو د سلاکارانو په توګه د القاعدې د وګړو دشتون په باب ځيني غرضي راپورونه هم چورلټ دروغ او د پلمو جوړول دي.

د افغانستان د طالبانو دفاع وزیر له ایران سره د ځينو پوله ایزو پیښو په باب هم ووئيل، دواړه هیوادونه اوږدې  ګډې پولې لري او کابل  له ایران او یا نورو ګاونډيانو سره هیڅ ډول مشکل رامینځةکول نه  غواړي.ټوله مسئلې په خبرواترو سره دحل وړ دي.

ملا یعقوب له العربیه چینل سره په خصوصي خبرو کې  دغه راز داعش ترهه ګره ډله داسلامی امت لپاره یوه فتنه وبلله او  ددغې ډلې په ضد ئې د طالبانو سختو ګوزارونو ورکولو خبرورکړ او روښانه ئې کړه ،د طالبانو په لیکو کې هیڅ داعشی وګړی  نشته او ددغې ډلې وګړو ته په افغانستان کې دتخریب  یا اړئ ګړئ دجوړولو اجازت نه ورکوي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/04/31/2929364 

captcha