ایکنا د الخلیج په حواله راپور ورکوي، چې دا د قرآني نباتاتو لومړنی نندارتون دی، چې د قرآنکریم د پېژندنې په موخه په کیو گاردنز بڼ کې جوړ شوی دی.
دا نندارتون د سپټمبر تر ۱۷ نېټې (د روان کال د وږي میاشتې تر ۲۶) پورې دوام کوي او د لندن په لوېدیځ کې د کیو په نبات پېژندنې بڼ کې ترسره شوی دی.
د کیو بڼ مدیریت په دې اړه اعلان وکړ: قرآنکریم ډېری تعلیمات او مثالونه لري او پکې د طبیعت په ځانګړې توګه د شنو ځایونو، بوټو او ګلونو یادونه شوې ده.
په دې بڼ کې نندارې ته ایښودل شوي هنري آثار د "قرآني نباتاتو؛ تاریخ او کلتور" کتاب لیکوالې شاهینه غضنفر او په نیوزیلینډ کې د میشتې نبات انځورګرې سوی ویکیسن آثار دي.
په نندارې کې 30 تابلوګانې د ویکیسون آثار دي او د هوږې، انارو او انګور په ګډون د نباتاتو پراخ ډولونه انځوروي او په دې ټولګه کې په قرآن کې د دې بوټو د اهمیت او ذکر په اړه معلومات شامل دي.
د کیو شاهي نبات پېژندنې بڼونه چې د "کیو باغونو"( Kew Gardens) په نوم پېژندل کېږي، د شنو خونو او باغونو 121 هکټاره ټولګه ده چې د لندن په سویل لوېدیځ کې یو د نبات پېژندنې بڼ دی او د نړۍ ترټولو لوی او خورا متنوع نبات پېژندنې او مایکولوژیکي(قارچشناسي) ټولګه لري.
په دې بڼ کې له 1100 څخه ډېر خلک کار کوي او کلنۍ بودیجه یې له 65 ملیون پونډ (85 ملیون ډالرو) څخه زیاته ده.