ایکنا د اناتولي خبري آژانس د عربي برخې په حواله راپور ورکوي چې، د ډنمارک لومړي وزیر په دې اړه وویل: "زه دا حقیقت چې هېڅوک ونه شي کړای د نورو خلکو کتابونه وسوځوي، د بیان د آزادۍ د محدودیت په توګه نه وینم."
هغه دې ته په اشارې سره چې احتمالي بندیز ستونزه نه رامنځته کوي، زیاته کړه: "د پام وړ امنیتي خطرونه شتون لري. په ورته وخت کې، دا خطر هم شتون لري چې موږ په نړیواله صحنه کې منزوي شو. دا مسله په ځانګړې توګه اوس ستونزمنه ده، ځکه چې موږ د ملګرتیا او ائتلافونو د جوړولو لپاره ډېرې هڅې کوو.
په ډنمارک کې د قرآنکریم د سپکاوي لړۍ اوس هم دوام لري او د پنجشنبې په ورځ یوې سخت دریځې ډلې یو ځل بیا د مسلمانانو سپېڅلي کتاب ته سپکاوی وکړ.
د مسلمانانو د سپېڅلو کتابونو پر وړاندې وروستی تاوتریخوالی د چنګاښ په اوومه هغه مهال پیل شو، کله چې یو ۳۷ کلن سویډني عراقي تبعه "سلوان مومیکا" د سویډني پولیسو په ملاتړ د قرآنکریم سپکاوی وکړ. شاوخوا درې اونۍ وروسته، د چنګاښ په 29، هغه د دویم ځل لپاره دا ناوړه عمل تکرار کړ.
دغه سويډني- عراقي تبعه د زمري په نهمه نېټه له يو بل کس سره يو ځای د سويډن د پارلمان مخې ته د قرآنکريم د سوځولو هڅه وکړه. دا ناوړه عمل په تېره یوه میاشت کې درېیم ځل په سویډن کې، په داسې حال کې تر سره شو چې د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د زمري په اتمه په یوه بیانیه کې ادعا وکړه چې دغه هېواد هر ډول اسلاموفوبیک عمل په کلکه ردوي او د قرآنکریم یا کوم بل مقدس کتاب سپکاوی، ناوړه عمل دی او بې احترامي ګڼل کېږي.