iqna

IQNA

بچوې
ایکنا – (ډنمارک) د ډنمارک د عدلیې وزیر د قرآنکریم له سپکاوي وروسته، په دې هېواد کې د عملیاتو ترسره کولو لپاره د القاعدې ترهګرې ډلې د ګواښ له جدي ګڼلو خبر ورکړی.
د خبر لمبر: 3487799    خپرونې تاریخ : 2023/08/17

ایکنا – ( سویډن ) د سویډن پلازمېنې ته څېرمه د مسلمانانو او عیسویانو یوه ډله پلان لري چې د ګډو پروګرامونو په جوړولو سره، د قرآن او اسلام په اړه د خلکو پوهاوی لوړ او د اسلامي مقدساتو له سپکاوي سره خپل مخالفت څرګند کړي.
د خبر لمبر: 3487797    خپرونې تاریخ : 2023/08/16

ایکنا – (مالیزیا) د مالیزیا لومړي وزیر اعلان وکړ چې هېواد یې پلان لري چې د اسلام په اړه د غلط فهمیو د له منځه وړلو لپاره، د نړۍ په هېوادونو کې د قرآنکریم یو میلیون نسخې وویشي.
د خبر لمبر: 3487764    خپرونې تاریخ : 2023/08/09

ایکنا – (تهران) د ایران د صدا او سیما سازمان د غونډو په تالار کې قرآنکریم ته د سپکاوي په اړه د حقوقي کتنې په موخه د یو شمېر وکیلانو، زده کړیالانو او د مذهبي او حقوقي کارپوهانو په ګډون کنفرانس ترسره شو.
د خبر لمبر: 3487762    خپرونې تاریخ : 2023/08/09

ایکنا – (تهران) د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ډنمارک کې د قرآنکریم د بې حرمتۍ په دوام د دغه هېواد سفیر احضار کړ. په دې وروستیو اونیو کې په ډنمارک او سویډن کې د قرآنکریم د سوځولو څو پېښې شوې دي.
د خبر لمبر: 3487750    خپرونې تاریخ : 2023/08/07

ایکنا – (تهران) د ایران د اسلامي شورا د بشري حقوقو د کمېټۍ مشرې له اسلامي حکومتونو څخه وغوښتل چې هغو هېوادونو ته د تېلو او انرژی پر لېږلو بندیز ولګوي، کوم چې قرآنکریم ته سپکاوی کوي.
د خبر لمبر: 3487740    خپرونې تاریخ : 2023/08/05

ایکنا – ( ډنمارک) د ډنمارک لومړي وزیر مټ فریډریکسن ویلي چې د سپېڅلو کتابونو د سوځولو د مخنیوي لپاره ممکن محدودیتونه به د بیان آزادي محدوده نه کړي.
د خبر لمبر: 3487739    خپرونې تاریخ : 2023/08/05

ایکنا – (مسکو) د ۱۲ اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو په هغه غونډه کې چې په روسیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په کوربتوب جوړه شوې وه، د ځینو لوېدیځو هېوادونو هغه کړنې چې د قرآنکریم د سپکاوي په خاطر ترسره کېږي، وغندلې.
د خبر لمبر: 3487738    خپرونې تاریخ : 2023/08/05

ایکنا – (تهران) د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې لوی منشي قرآن ته د سپکاوي کوونکو هېوادونو پروړاندې بندیز یو اغېزناک اوزار وګڼلو او وویل: بندیز یو انقلاب او مشروع غوښتنه ده؛ مګر باید پلان شوی او پراخ وي، مسلمانان او عربان هر یو په دې برخه کې مسئولیت لري.
د خبر لمبر: 3487730    خپرونې تاریخ : 2023/08/03