ایکنا د آناتولي په حواله خبر ورکوي چې د جمعې په ورځ د زمري په شلمه د یوې توکم پاله ډلې غړو چې ځانونه د ډنمارک هېوادپاله ګڼي، د قرآنکریم نسخې د پاکستان، الجزایر، اندونیزیا او مراکش د سفارتخونو پروړاندې وسوځول او یوه بله نسخه یې په کوپنهاګن کې د یوه جومات په مقابل کې وسوځوله.
د دې ډلې غړو چې د اسلام خلاف لیکلي شعارونه یې په لاس کې لرل او د اسلام په خلاف یې ځیني شعارونه هم ورکول، په ټولینزو پاڼو کې د خپلو حسابونو له لارې، د قرآن کریم د سوځولو فلمونه هم خپاره کړي دي.
د آناتولي خبریال راپور ورکړی چې دا پاروونکي ګامونه د پولیسو ترڅارنې لاندې ترسره شوي دي. د فیسبوک ټولنیزې پاڼې د دې ډلې پر ځینو فلمونو محدودیتونه لګولي دي.
د ډنمارکي اسلام غندونکې د دې ډلې غړو، له دې وړاندې هم د دې هېواد د امنیتي پولیسو په سختو امنیتي شرایطو کې د پنځو مسلمانو هېوادونو ایران، ترکیې، عراق، مصر او عربستان د سفارتخونو پر وړاندې په کوپنهاګن کې د قرآنکریم نسخو ته اور اچولی وو.
دې ډنمارکي ډلې تېره اونۍ ټینګار کړی وو چې د قرآنکریم پروړاندې د دې هېواد په ټولو برخو کې به خپلو ګامونو ته دوام ورکوي.
په سویډن او ډنمارک کې قرآنکریم ته د سپکاويو له امله، ډېرو مسلمانو هېوادونو پر دې دوو هېوادونو د بندیز لګولو او همدارنګه سپیڅلو کتابونو ته د سپکاوي مخنیوي لپاره د قوانیونو د لګولو غوښتنه وکړه، د ملګرو ملتونو عمومي مجمع له لوري هم د تېرې جولای په ۲۶مه، د مراکش وړاندیز شوی پریکړه لیک تصویب شو، چې پکې د نړیوالو قوانینو د سرغړونو په توګه د ټولو سپېڅلو کتابونو پروړاندې د تاوتریخوالي ګامونه وغندل شول.