IQNA

د قاهرې په واټونو کې د مصر د یوه پرکوَټ قاري ستایونکی تلاؤت (فیلم)

15:05 - September 10, 2023
د خبر لمبر: 3487933
ایکنا-(قاهره) د مصر دیوه  پرکوَټ  قاری په زړه پورې تلاؤت یوه ویډیو چې  د مصر دقاهرې په خان الخلیلي  بازار کې  په واقع یوه سرنګ کې ئې کړی دی،په ټولنیزو چینلونو کې ډير زیات ستایل شوی دی.

ایکناد صدی البلد  له قوله راپور راکوي، د دمصر د قاهرې په خان الخلیل بازار کې په واقع یوه سرنګ کې  د یوه پرکوَټ کس په زړه پورې تلاؤت  په سوشل میډیا کې د زرګونو کارؤنکو د پام او ستاینې وړ ګرځيدلی دی.

دغه پرکوَټ  پنځوس کلن کس  چې قرآن کریم  په ډير په زړه پورې غږ سره تلاؤت کوي، د الحشر سورې له ۲۱آیت  څخه تر ۲۴آیت پورې  آیتونه ئې د مصر د یوه ممتاز قاري شیخ طبلاوي په سټال سره  قرائت کړي دي.

لَوْ أَنْزَلْنَا هَذَا الْقرآن عَلَى جَبَلٍ لَرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُتَصَدِّعًا مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۱﴾ هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ ﴿۲۲﴾ هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۲۳﴾ هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۴.

که دغه قرآن مو پر یوه غره هم  نازل  کړی وائ، یقینا هغه (غر) د خدای له ویرې له خپل ځایه خوځيد او دړې وړې به مو لیدلی  او مونږ دا مثالونه  د خلکو لپاره وړاندې کوو چې دوي فکر وکړي. هغه هغه خداي دی چې له هغه پرته بل معبود نشته ، د غیبو او ښکاره ؤ باندې پوهیږی. هغه ډير مهربان رحمت نازلونکی .  هغه هغه خداي دی چې  له هغه پرته بل معبود نشته  هماغه د سلامتیا مالک او (مومن) په  خپل حقه حقیقت سره  چې ساتونکی عزیز جبار (او)سرپرست دی .پاک دی  خدای له هغه څه چې (له هغه سره )ئې شریک کوي.هغه پنځونګی خالق دی(چې ) تر ټولو ښې نامې (او صفتونه) له هغه لره دي  هغه څه چې په آسمانونو او په مځکې کې دي، دهغه تسبیح او صفت کوي  او  هغه عزیز او حکیم دی .

دغه پنځوس کلن مصری سړی پخپل په زړه پورې غږ سره د مصر د یوه لوړپوړي قاری او استاد شیخ محمد طبلاوي له غږ سره د  ورته والي په دلیل  ډير زیات ستایل شوی دی . دټولنیزو چینلونو په زرګونو کارؤنکو  دهغه  د تلاؤت په ستایلو سره  دمصر د دغه پرکوَت کس په زړه پورې غږ قدرونه او ستاینه کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4167725

captcha