
ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د روغتیا وزارت له چارواکو سره په کتنه کې د اکمال تخصص د رونیز نصاب د اصلاحاتو او په دې برخه کې د يوې جامع او اغېزناکې طرحې د جوړولو سپارښتنه هم کړې ده.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد ویلي چې په ټول هېواد کې خلکو ته د معیاري روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره یې هڅې چټکې کړي او په پام کې لري چې معیاري روغتیايي خدمتونه د هېواد ټولو برخو ته وغځوي.
د عباد په خبره، روغتیا وزارت هڅه کوي چې په ټولو برخو کې مسلکي کسان جذب کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د هېواد له ۴۰۰ ولسوالیو څخه په درې سوه ولسوالیو کې خلک د معیاري روغتیايي خدماتو له نشت سر ټکوي.