IQNA

په رضوي مقدس حرم کې د  تلاؤت نور پروګرام ترسره شو(انځورونه)

5:34 - September 16, 2023
د خبر لمبر: 3487956
ایکنا(مشهد) دایران دځواک د وزارت د تابعو شرکتونو د کلتوري برخې  دانسجام بخښونکي شورا په وسیله د قران د سپکاوي په مقابل کې د  قرآن دوستي په شعار سره د نور دتلاؤت څوکۍ  د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې ترسره شوه.(لید)

ایکنا نیوز راپور ورکړ،په خراسان رضوي ولایت کې  د ځواک د وزارت د تابعو شرکتونو  د کلتوري  انسجام بخښونکي شورا له خوا د لویدیځوالو د قرآن سپکاویو  په مقابل کې د قرآن دوستۍ په شعار سره  د نور تلاؤ څوکۍ د چارشنبې په ورځې  د رضوي حرم د دارالقرآن په برخې کې  د ځواک د وزارت د کلتوري شورا د مشرۍ او  د پارلیماني چارو  د پشتیبانۍ د مرستیال  احمد حیدري په وینا  سره ترسره شوه.

احمد حیدري  په دغې معنوي  او ولولناکې غونډې په پرانیستونکو دستورو کې  ووئيل، قرآن کریم د هدایت  لاره او د انسان دنیکمرغۍ لاره  ده او باید إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ یَهْدِی لِلَّتِی هِیَ أَقْوَمُ  آیت د  اسلامی نظام د ټولو مدیرانو ،کارکونکو او خدمت کونکو نصب العین وګرځي  او ټول باید په قرآن کریم عمل کونکي او قاریان شي.

هغه په دوام کې  د ځواک د وزارت د کارکنانو ،همسرانو او بچیانو ځانګړي قرآني سیالیو ترسره کیدا ته اشاره وکړه او وې وئيل،تیر کال په دغو سیالیو کې دځواک د وزارت کابو  اوه زره کسانو ګډن  درلود او سږکال هم د خراسان رضوي ولایت د همکارانو بچیان  په دغو سیالیو کې  د ګډون کونکو دشمیر په برخې کې  د هیواد دریمه روتبه ګټلې  ده چې له دغو کسانو څخه به  اتلس کسان د وږي د میاشتې په وروستیو کې د بچیانو د هیواد په سویه سیالیو ته ولیږل شي.

ددغو دستورو په پاي کې  او د غوره روتبې دترلاسه کولو په لړ کې د خراسان رضوي  ولایت د اوبه اوبریښنا دتابعو شرکتونو قدرونه وکړه او په ولایت کې ئې د ده وزارت د قرآني شخصیّتونو د یوشمیر بچیانو او ددغو شرکتونو عمومي مدیرانو ته میډالونه او جایزې  هم ډالۍ کړې.

ددغه نوراني محفل د پاي برخه د غوره قاری حمیدشاکر نژاد تلاؤت هم ترسره شو.

https://iqna.ir/fa/news/4168902

ایکنا(مشهد) دایران دځواک د وزارت د تابعو شرکتونو د کلتوري برخې  دانسجام بخښونکي شورا په وسیله د قران د سپکاوي په مقابل کې د  قرآن دوستي په شعار سره د نور دتلاؤت څوکۍ  د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې ترسره شوه.(لید)

ایکنا نیوز راپور ورکړ،په خراسان رضوي ولایت کې  د ځواک د وزارت د تابعو شرکتونو  د کلتوري  انسجام بخښونکي شورا له خوا د لویدیځوالو د قرآن سپکاویو  په مقابل کې د قرآن دوستۍ په شعار سره  د نور تلاؤ څوکۍ د چارشنبې په ورځې  د رضوي حرم د دارالقرآن په برخې کې  د ځواک د وزارت د کلتوري شورا د مشرۍ او  د پارلیماني چارو  د پشتیبانۍ د مرستیال  احمد حیدري په وینا  سره ترسره شوه.

احمد حیدري  په دغې معنوي  او ولولناکې غونډې په پرانیستونکو دستورو کې  ووئيل، قرآن کریم د هدایت  لاره او د انسان دنیکمرغۍ لاره  ده او باید إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ یَهْدِی لِلَّتِی هِیَ أَقْوَمُ  آیت د  اسلامی نظام د ټولو مدیرانو ،کارکونکو او خدمت کونکو نصب العین وګرځي  او ټول باید په قرآن کریم عمل کونکي او قاریان شي.

هغه په دوام کې  د ځواک د وزارت د کارکنانو ،همسرانو او بچیانو ځانګړي قرآني سیالیو ترسه کیدا ته اشاره وکړه او وې وئيل،تیر کال په دغو سیالیو کې دځواک د وزارت کابو  اوه زره کسانو ګډن  درلود او سږکال هم د خراسان رضوي ولایت د همکارانو بچیان  په دغو سیالیو کې  د ګډون کونکو دشمیر په برخې کې  د هیواد دریمه روتبه ګټلې  ده چې له دغو کسانو څخه به  اتلسه کسان د وږي د میاشتې په وروستیو کې د بچیانو د هیواد په سویه سیالیو ته ولیږل شي.

ددغو دستورو په پاي کې  او د غوره روتبې د ترلاسه کولو په لړ کې د خراسان رضوي  ولایت د اوبه او بریښنا د تابعو شرکتونو قدرونه وکړه او په ولایت کې ئې د ده وزارت د قرآني شخصیّتونو د یوشمیر بچیانو او ددغو شرکتونو عمومي مدیرانو ته میډالونه او جایزې  هم ډالۍ کړې.

ددغه نوراني محفل د پاي برخه د غوره قاری حمیدشاکر نژاد تلاؤت هم ترسره شو.

https://iqna.ir/fa/news/4168902

captcha