ایکنانیوز راپور ورکوي،د قرآن کریم په دغو سیالیو کې چې د آسټریلیا او نیوزیلینډ د قاریانوپه شتون سره د وږي د میاشتې له ۲۴تر۲۶نیټې پورې ترسره شوې وې،د قرآئت په څانګې کې محمد تقي سعدي او دترتیل په څانګې محمد علی سعدي عراقي توکمه کسان د برلاسه کسانو په توګه وټاکل شول.
پاکستانی توکمه ګډون کونکې میرمن لاریب ملک هم د میرمنو د برخې د ترتیل په څانګې کې برلاسه میمن ټاکل شوې ده .
د ثامن الائمه امام رضا(ع) دقرآني کمپلیکس مشر او ددغو سیالیو دترسره کولو مسئول مصطفی اشرفي په وینا ټاکل شوې ده برلاسه کسان د اسټریلیا د نمایندګانو په توګه دقرآن په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
دا سیالۍ لومړنۍ قرآني سیالۍ وې چې د دغې ټولګې له خوا د آسټریلیا د مسلمانانو په خصوصي پراخ ډول ترسره شوې .
دغه قرآنی کمپلیکس په ۲۰۰۲کال کې او د آسټریلیا په سیډنې ښار کې تاسیس شوی دی . په ۲۰۲۱کال کې د ثامن الائمه امام رضا(ع) قرآنی کمپلیکس په رسمی توګه په آسټریلیا کې ثبت شوی دی .