ایکنا د آناتولي له قوله راپور راکړ، د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست مسئول جوزف بورل په نیویارک کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې د نړیوال کنفرانس له ترسره کیدا مخکې په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل، باید د ترهه ګرۍ د ریښو دارزونې لپاره مدني ټولنه وکاروو. مونږ باید له درز اونفرت خورونکو اقداماتو،قرآن سوځونو او د لږکیو ټارګټ کونکو اقداماتو سره په مقابلې سره همدردی پیاوړی کړو.
جوزف بورل پخپلې وینا کې ووئيل، د مونږ په ټولو اقداماتو کې د مدني ټولنې ګډون له ترهه ګرۍ ره د مقابلې لپاره حیاتي دی . مونږ دتاؤتریخجنو افراط پالو اقداماتو د ریښې په علتونو په اغیزشیندونکي ډول نشو بریالي کیدلی،یا په اغیز شیندونکي ډول،له مدني ټولنې،له آزادو او د باؤر وړاطلاعاتی رسندویو، اود ټولنې له رهبرانو پرته په ترهه ګرو کې بدلون نه شو راوستلی. هغه ووئيل،دنړۍ په مختلفو سیمو کې ددغه مقصد لپاره مدني ټولنه هماغه شان په کمیدا ده .
جوزف بورل زیاته کړه،په همدې دلیل ده چې مونږ باید په درستې نړۍ کې ددغه بهیر د اپوټه شمیرنو لپاره خپلې هڅې لازیاتې کړو.هغه ټینګار وکړ، چې له ترهه ګرۍ سره مبارزې لپاره نړۍ باید همدردوي او خواخوږي دود کړي،په داسې حال کې چې اوس نړۍ زیاتره د لمسؤنکو، نفرت اچونکو او د ناسنجول شوو اعمالو شاهده ده.
هغه همداراز ووئيل، مونږ د آسماني کتاب قرآن د سوځولو شاهدان یوو، مونږ دقوي مذهبي او نورو لږکیو دټارګټ کیدا شاهدان یوو، چې خپګانونو او بې صبرۍ ته لمن وهي . دغه اقدامات په کرتو دترهه ګرو په وسیله د آئيډیالوجیو د پراختیا لپاره تحریف شوي او د دترهه ګرو د جذبولو او کارولو لپاره ورڅځه ناوړه استفاده کیږي.
بورل په دې خبرې کولو سره چې ډولوالۍ اوهمدردي د یوې غږمله ټولنې لپاره حیاتی دی،د نړۍ له درستو رهبرانووغوښتل چې پخپلو ټولنو او هیوادونو کې همدردي دود کړي.
د ویلو ده ، په شمالی اروپا کې اسلام ضده شخصیّتونو او ډلو ټپلو په وروستیو میاشتو کې په کرتو د قرآن کریم دسوځولو او د مسلمانانود مقدس کتاب د سپکاویو لپاره ورته هلې ځلې کړي دي ، چې د مسلمانو هیوادونو او پتمنو ملتونو سخته کرکه او غوسه ئې راپارولې ده. دملګروملتو پشمول ډیری نړیوالو اورګانونو د آسماني کتاب قرآن کریم سپکوي په سخته محکوم کړي دي .