IQNA

د نبیانو روزنیزه روده ؛موسی/۳۲

د حضرت موسی په داستاان کې ورته مقابله

6:44 - October 15, 2023
د خبر لمبر: 3488108
ایکنا-(تهران) الهی پیغمبران په څو موردونو کې  دهغو کسانو له همدردئ سره په مخامخیدا کې  چې هیڅکله هم تیار  نه وو، د  حق په مقابل کې سرټيټ کړي،د ورته مقابلې  له رودې څخه  استفاده کوله،څوممکنه ده له دې لارې د هغوي استکباري روحیه سره ګډه وډه شي او  دهغوی ویده روحیه ویښه شي.

یوه هغه تربیتي روده چې په قرآن  کریم کې ورڅخه استفاده شوې ده ،یو شان یا د ورته مقابلې روده ده .ورته مقابله یعنی  له نورو سره هماغه کار وکړئ شي چې  هغه  ئې له تاسره کوي.

د قرآن په منطق کې ، ویاړ دا نه دی چې د ناپوهو د نامناسب کړچار په وړاندې، خوله خلاصه کړو او بد رد ووایو ،بلکې د قرآن کریم منطق دا دی چې پر هغوی سلام وکړو، یعني له ښکیلیدا ډډه وکړو او په بې پروائۍ سره له هغوي مخ واړوو. البته  په قرآن او روایتونو کې ځیني په ګوته شمیر موردونه ،د شرائطو په ساتنې سره ،ورته مقابلې ته  ئې سپارښتنه شوې څو د ناپوهو د ګستاخۍ د مخنیوي سبب شي.

 خداوندکریم د قرآن کریم د بقرې سورې په ۱۹۴آیت کې فرمائي؛  فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ؛ او (په کلي توګه ) هرڅوک درباندې تیری وکړي، هماغه شان پر هغه تیری وکړه! او له  خدای ووریږئ( او زیاتئ مه کوئ) او پوهه شئ  چې خداي له پرهیزګارو سره دی :::

 الهي پیغمبران  په څو موردونو کې  له هغو لجوجو  کسانو سره چې هیڅکله هم حاضر نه وو، دحق په مقابل کې سرټيټ کړي اوتسلیم شي، له ورته مقابلې رودې څخه استفاده کوله څو ممکنه ده له دې لارې دهغوي  استکباری روحیه دړې وړې شي  و د هغوی ویده روحیه ویښه شي.

البته پیغمبرانو له ټولو خلکو سره دغه شان چلند نه درلود،له دې امله  ناپوهه کسان په دوو ډلو ویشل کیدلی شي.

لومړۍ ډله ناپوهه کسان دي  او دهغوي  ګفتار او حرکتونه د ناپوهۍ او جهل له امله دی ، ددغه شان ډلې په وړاندې باید په حلم او نرمښت سره  چلند وشي. پر دې اساس دحلم خصلت  پخپلو  سمو موردونو کې ،نه یوازې بد نه دی ،بلکې رغند او اغیزشیندونکی هم دی .  بله ډله بدغواړي دښمنان دي  او  د پوهیدا او پلانونې له لارې ، له انسان سره نامناسب  چلند کوي،البته د هغوي په مقابلې کې باید ورته مقابله  وشي.

حضرت موسی یو هغه پیغمبر دی چې  دفرعون په وړاندې ئې له همدغې رودې استفاده کړې ده.

حضرت موسی(ع) مامور شو څو واحد خداي ته بلنه له فرعون څخه شروع کړي او  هغه  د خلکو له کړولو او اذیت کولو  وغړوي. او د بی اسرائيلو قوم د فرعون  له غلامئ آزاد کړي.:

«وَ لَقَدْ آتَیْنا مُوسى تِسْعَ آیاتٍ بَیِّناتٍ فَسْئَلْ بَنِی إِسْرائِیلَ إِذْ جاءَهُمْ فَقالَ لَهُ فِرْعَوْنُ إِنِّی لَأَظُنُّکَ یا مُوسى مَسْحُوراً ؛  مونږ موسی ته نهه روښانه معجزې ورکړې؛پس  له بنی اسرائيلو پوښتنه وکړه ، هغه مهال چې دغه (نهه واړه معجزې) دوي ته وښودل شوې،(نوڅنګه وې؟) فرعون هغه ته ووئيل، ؛ائ موسی ! ګمان کوم ته لیوانی ئې (یا جادوګر) ::: (د اسرا سوره -۱۰۱)

حضرت موسی د فرعون ددغه سپکاوي په وړاندې  په هماغه شان چلند کې ځواب ورکوي؛ قالَ لَقَدْ عَلِمْتَ ما أَنْزَلَ هؤُلاءِ إِلّا رَبُّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ بَصائِرَ وَ إِنِّی لَأَظُنُّکَ یا فِرْعَوْنُ مَثْبُوراً .؛ ته پوهیږې دغه معجزې د آسمانونو او مځکې له پروردګار پرته بل چا نه دی رالیږلي  مو سی ووئيل؛ ته پوهیږې دغه آیتونه د آسمانونو او مځکې له پروردګار پرته ، د زړونو د روښانه کولو لپاره  نه دي رالیږل شوي ،  او زه ګمان کوم   ائ فرعون! ته به (ډیر زر) هلاک شې::( د اسراء سوره -  ۱۰۲آیت)

د حضرت موسی(ع) ځواب  په حقیقت کې دا ټکی لري چې ،فرعون ته  ښه پوهیږي چې دغه آیت د آسمانونو او مځکې له پروردګار پرته بل چا نه دی رالیږلی ، پر دې اساس  ته په علم ،پوهیدا اواطلاع سره سره  دحقایقو انکار کوې . ته ښه پوهیږې چې  دا د  خدای له لره دي او زه هم پوهیږم چې ته پوهیږې ! دا هغه دلیلونه دي چې ښکاره   چې  په وسیله ئې  خلک   حق لاره پیدا کوي او  ورباندې ځي . په همدې دلیل لکه چې حق پيژني ، خو ورڅخه انکار کوي ، زه فکر کوم ائ فرعونْته به بلاخره هلاک شې.

captcha