IQNA

8:27 - November 09, 2023
د خبر لمبر: 3488243

د  اروپائي اتحادئې د څيړنیز کمیشن له قرآنه د لرغوني پړاؤ  د یوې اصلی سرچینې په توګه استفاده کوي

ایکنا-(بروکسل) اروپائي اتحادئې  پخپل تحقیقاتي کمیشن کې ((European Research Council) یا (ERC) له ځينو څيړنیزو پروژو څخه له خپلو موخو سره یو ځای مالی ملاتړ کړی دی.

د  اروپائي اتحادئې د څيړنیز کمیشن له قرآنه د لرغوني پړاؤ  د یوې اصلی سرچینې په توګه استفاده کوي

 ایکنا نیوز راپور ورکوي، ځيني هغه پروژې چې د اروپائي  اتحادئې په څيړنیز کمیشن کې تصویب شوي دي،  هغه قرآني پلانونه او پروژې دي چې د ایرانیانو پشمول د قرآن څیړاندو لپاره له هغو سره بلدتیا  له څو اړخونو اهمیّټ لري.

اول دا چې ددغو پروژو پيژندنه ، د قرآن په حوزې کې د اروپائي متفکرانو له فکري پروژو سره د بلدتیا زمینه برابروي، دوهم دا چې د پيژندګلوۍ د بهیر له پلوه د اروپایانو  د قرآني څيړنو  له کړچارونو او لور نیونو سره د بلدتیا سبب کیږي او دریم دا چې په اروپائي فضا کې د قرآن د رودې او څيړنې له ماډرنو حوزو سره د بلدتیا زمینه کیږي.

 ددغه کمیشن په ترسره کیدونکو پروژو کې  د The Qur’an as a Source for Late Antiquity  پروژه،یعني قرآن د لرغوني پړاؤ د وروستیو لپاره د یوې سرچینې په عنوان سره(په اختصار سره  ( QaSLA )  یوه څيړنه ده چې د ۲۰۲۰کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه پيل شوې او ټاکل شوې ده د ۲۰۲۵ کال د ستمبر تر ۳۰پورې پاي ته ورسیږي. په ټوبینګن پوهنتون کې ددغې پروژې اجرا کونکی ډاکټر هولګر زلنتین  دی او د هغه مرکزي آئيډیا پر دې مشتمله ده چې د مکې او مدینې خلکو ته د قرآڼ پیغام ،یوازې ددوامدار تعامل او دیهودي او مسحیي ضده دودونو سره  دهغوي د نیوکو  په چوکاټ کې په بشبړ ډول درک کیدلی شي. په دغې پروژې کې قرآن و په وروستي لرغوني پړاؤ کې د عربستان د ټاپو وزمې د دینی وضعیّت د پيژندګلوۍ له پلوه  د یوې ا صلي او لومړنۍ سرچینې په توګه ټاکل شوی دی  او  په ځرکتیا  او کنجکاوي سره د قرآڼ په مفهمونو باندې په په پوهیدا سره هڅه شوې ده څو د وروستي لرغوني تمدن  په پړاؤکې  د مسیحي او یهودي دودونو پراختیا  ترلاسه شي.

د QaSLA پروژه په پیل کې  د قرآن او د  یهودیت او مسیحیّت  په مقدسي ، تفسیری ، تشریعي ، قانويڼ ،روایتی ،دیني اوشعري کتاب د رودو او ګفتارونو د پيژندل شوو شکلونو ترمینځ د نزدیکت تحلیل ته مخه کیږي،څو مشخصه کړي چې  په دوي کې کوم یو، په درست مینځني ختیځ کې  د کوم لرغونی تمدن په دیني بهیرونو کې دبیا کتنې له امکان څخه په استفادې سره برابر شی.یوه داسې روده چې  ددغې څيړنې  لپاره په نظر کې نیول شوې ده ، یوه مینځ پاله څانګه ده او د مختلفو څانګو په ترکیب سره ترسره کیږي.

 ددغې پروژې ځيني لارې چارې او سرچینې چې د خپلواکه کتاب په چوکاټ کې لیکل شوي دي ځيني ئې داسې دي.

 په آکسفورډ  خپروندوئې کې له هولګرزیلنتین څخه د

(Law Beyond Israel From the Bible to the Qur’an)  کتاب .

په کیمبریج خپروندوئې یا انتشاراتو کې د والنټینا ګراسو څخه د

Pre Islamic Arabia (Societies, Politics, Cults and Identities during Late Antiquity)   کتاب.

  همداراز   د  https://www.qasla.eu/home      سایټ یوه صفحه ده چې   دغې پروژې دهمکارانو په وسیله  د هغود پروګرامونو په باب داطلاع رسونې لپاره جوړه شوې ده  او  په دی کې  له څيړاندو سره د تفصیلي بلدتیا پر امکان سربیره ، ددغې پروژې لیکل شوو آسارو ته د مستقیمې لاس رسۍ امکان مطرح کیدا هم موجوده ده .

سایت https://www.qasla.eu/home  صفحه ای است که توسط همکاران این پروژه برای اطلاع رسانی در مورد برنامه های آن راه اندازی شده است و در آن علاوه بر امکان آشنایی تفصیلی با پژوهشگران طرح امکان دستیابی مستقیم به آثار نگارش شده این پروژه نیز وجود دارد.

https://iqna.ir/fa/news/4180342

 

captcha