IQNA

د ایران او افغانستان ترمینځ د اقتصادي ملګرتیا د پنځو تفاهم نامو لاسلیکیدا(مقاله)

14:50 - November 11, 2023
د خبر لمبر: 3488253
 ایکنا-(تهران) د ایران اسلامی جمهوریت ته د افغانستان د طالبانو د حکومت د اقتصادي پلاوي په سفر کې د  مختلفو مځکنیو نړیوالو ټرانسپورټي،هواي چلند، د اصفهانو د فولادو دکارخانې (سټیل میل) او دآزادو سیمو  په زمینو کې د اقتصادی ملګرتیا پنځه تفاهم نامې لاسلیک شوې.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر اقتصادي مرستیال  ملاعبدالغني برادر چې ایران ته په سفر کې ئې د پلاوي مشري په غاړه درلوده، د چابهار نړیوال بندر د لیدو په وخت ئې هم  ددغه بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتیدا په ضرورت  ټينګار وکړ او له ایرانه ئې وغوښتل د چابهار بندر له لارې دې دافغانستان د تجارت لپاره لاآسانه لاس رسی برابر کړي.

ایران او افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره له ډيرو ظرفیّتونو برخمن دي  او چابهار بندر د عمان سمندر له لارې  له نړیوالو بازارونو سره د افغانستان د تجارتي او ټرانزیټي  ارتباط ټينګوي او  له  ارتباطي انزوا څخه ددغه هیواد د وتلو لپاره   استثنائي  فرصت  برابروي.

اهداف و پیام‌های سفر ملا برادر به ایران/ طالبان به سه واقعیت مسلم رسیده است  - خبرآنلاین

د افغانستان د چارو یو کارپوه اسد الله بشیر په دې باب وائي،د ایران اسلامی جمهوریت تل په ټولو اقتصادي او تجارتي  برخو کې د افغانستان یو ممتاز شریک دی.د ایران  دریلي پټلۍ  له لارې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د تاجرانو او سوداګرانو  له لاس رسي سره په یووخت سرحدي بازارچو هم په حقیقت کې د افغانستان په وړاندې د تجارت او ټرانزیټ دنیا پرانستې ده.

له دې امله  چابهار ته د ملابرادر  په سفر پسې د ملاصیب ددفتر په اعلامیې کې  راغلي دي،چابهار بندر   په سټراټژيک موقعیّت سره،افغانستان ددې جوګه کوي،څو  له نړیوالو بازارونو سره نوي تجارتي او ټرانزیټي ملګرتیاوې رامینځةکړي،او په عین حال کې  په لاکم لګښت او وخت سره له دغو بازارونو سره یوځای شی.

ملا عبدالغنی برادر | ایندیپندنت فارسی

ایران او افغانستان په  یوې تمدني حوزې کې واقع دي ، ایران تل په سیمه ایز اونړیوال ډګر کې د افغانستان تر ټولو لوي ملاتړی د .له دې امله  د افغانستان په بدلونونو کې له ډیرو ټيټو هسکو سره سره ، تهران او کابل  د مناسباتو  په پراختیا کې  مخ په وړاندې مناسبات درلودلي دي چې  تهران ته د طالبانو د  اقتصادي اوتجارتی پلاوي سفر ددغه واقعیّت تائيد دی.

د افغانستان د چارو یو بل  کارپوه امین فرجاد هم په دې باب وائي،ایران او افغانستان د تجارتي مبادلاتو اندازه له تجارتی ظرفیّتونو سره سره کابو دوه میلیارډ ډالره عنوان کیږي چې هیڅکله هم د قانع کیدا وړ نه ده.البته  ددواړو خواؤ دمناسباتو زیاتره برخه په غیر رسمي توګه او د قاچاق له لارې ترسره کیږي ، چې  باید ورسره دمقابلې لپاره کومه لاره  چاروه ولټول شي.

په هرحال تهران ته د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا داقتصادي مرستیال  ملاعبدالغنی برادرد سفر په باب د ملاصیب ددفتر اعلامیه ددغه سفر د بریالیتوب ښودنه کوي، په تیره بیا دا چې ټینګار شوی دی د ایران اسلامی جمهوریت  ملاعبدالغنی برادر ته ددغه بندر له لارې  دافغانستان د تجارت  دپیاوړتیا لپاره  د خپل ملاتړ او نیّټ په باب ډاډ ورکړی دی ،ځکه چې د طالبانو په اعتقاد،له چابهار بندر سره د افغانستان ټرانزیټي ګنډل کیدا د اروپا،مینځني ختیځ ،هندوستان او چین بازارونو ته دلاس رسي امکان برابروي او په نتیجې کې د افغانستان نړیوالې اړیکې پياوړي کوي.

 

په دې مینځومیان کې دغه بندر د افغانستان او هندوستان د کنډلو کړۍ ده چې نړیوالو بازارونو ته د هند سمندر له لارې د افغانستان د لاس رسي امکان برابروي.د سیمه ایزو ملګرتیاؤ او مبادلاتو په اساس  دوه اړخیز ارتباط اوو ملګرتیاوې باید ټولشموله او ددواړو لورو د اړتیاؤ او تمو ځواب ویونکي شي،چې بې شکه طالبان به  ئې په رعایتولو سره د دوو اړخیزو مشکلاتو په تیره بیا د اقتصادی ملګرتیاؤ په  پراختیا کې د سرحدي سیمو  د مشکلاتو له حل سره مهمه مرسته کوي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141382   

captcha